د امریکا د پخواني ولسمشر رونالد ریګن مېرمن، ننسي ریګن د ۹۴ کلونو په عمر مړه شوه، پر هغې د زړه حمله راغلې وه.
د هغې مېړه رونالډ ریګن د امریکا څلوېښتم ولسمشر و.
د هغې د مړینې خبر لمړی یو تفریحي چاینل، ټي ام زي، خپور کړ. میرمن ریګن د یکشنبې په ورځ د کلفورنیا په بیل ایر کې مړه شوه.
ننسي د ۱۹۸۱ کال نه تر ۱۹۸۹ کلونو پورې د امریکا لومړۍ مېرمن وه او له خپل مېړه ولسمشر ریګن سره یې په سپینې ماڼۍ کې ژوند وکړ.
د رونالډ او ننسي ریګن څو په زړه پورې تصویرونه دلته وګورئ .
هغوی، چې دواړه مخکې هنرمندان وو، په ۱۹۵۲ کلونو کې واده وکړ.
د هغې مېړه، رونالډ ریګن د ۱۹۶۷ او ۱۹۷۵ کلونو کې د کلفورنیا والي و چې بیا پرلپسې دوه وارې د امریکا ولسمشر شو.
په خپله ننسي ریګن د نشه يي توکو پر ضد د کمپاین مخکښه مبارزه وه.
ولسمشر ریګن په امریکا کې ډیر پراخ محبوبیت لري. هغه د کمونیزم په ړنګولو او په امریکا کې د پراخ اقتصادي بدلونونو د راوستلو لپاره ډیر ستایل کیږي.
ټاکل شوې چې ننسي ریګن به د کلفورنیا په سیمي درې کې د خپل مېړه ترڅنګ خاورو ته وسپارل شي.
له هغوی دوه اولادونه، پيتي ډاویز او راون ریګن، پاتې دي.