د لاس رسي وړ اتصالات

د ننګرهار سوداګرې وايي تولیداتو ته یې بازار نشته


د ننګرهار سوداګرې وايي تولیداتو ته یې بازار نشته
د ننګرهار سوداګرې وايي تولیداتو ته یې بازار نشته

د سوداګرﺉ په برخه کې د ښځو د فعالې ونډې اخستنې او په دې برخه کې د دوی ظرفيت لوړولو په هدف يو سيمينار چې دجلال اباد په شاهي ماڼې کې جوړ شو.

ددغه ولايت د ښځو چارو ریيسې انيسې عمران په وينا يوازينى هدف یې دا دى چى ښځې دې ته وهڅول شي چې دسوداګرﺉ په برخه کې فعاله ونډه واخلي او هم دوی په دې برخه کې خپلې تجربې او لاسته راوړنې ازاد بازارته وړاندې کړي.

انيسې عمران وويل: "دوی غواړي چې يو سوداګريز بورډ ولري اوهم غواړي چې د ښځو لاسي صنايعو د خرڅلاو لپاره د ښځو په بڼ کې يو مارکېټ جوړ کړي"

انيسه وايي دسوداګرۍ په برخه کې ددغه مارکېټ د بورډ لپاره د امريکا متحده ايالت څه سهولتونه هم برابروي. نوموړی وايي دوی هڅه کوي چې د ښځينه سوداګرو لپاره د ښځو په بڼ کې هټۍ جوړې کړي.

انيسې عمران وويل هغه ښځې چې اوس مهال په کليوالو سيمو کې په يو لړ حرفوي چارو بوختې دي، دوی غواړي د هغوي د توليد د خرڅلاو لپاره يو ازاد بازار ولري.

ددغه سيمينار يوه برخه واله وايي چې دوی غواړي ددغه سيمينار په پاى کې د ښځينه سوداګرو يو بورډ وټاکي.

د امريکا پرمختيايي ادارې ايديانيو پروګرام د ښځو چارو يوې مسوولې پروين هيله وايي چې دوی د ننګرهار، کونړ او لغمان ولايت په يو شمېر سيمو کې يو شمېرکليوالو ښځو ته د پنيرجوړولو په برخه کې زده کړه ورکړې چې دوی بيا د دغو ښځو د توليد لپاره د خرڅلاو مارکېټ هم برابرکړى دى.

نوموړې وايي دوی له دغو کليوالو ښځو سره د لومړنيو موادو په برخه کې مرسته کوي اود دوی له چاور څارنه هم کوي.

پروين هيله وايي اوس دغه ښځې چې شمېريې تر ٢٠٠زيات دى ددې جوګه شوي چې توليد په ښه او صحي بڼه د خرڅلاو بازارته وړاندې کړي. د نوموړې په وينا دوی اوس ددغه توليد په واسطه خپلې اقتصادي ستونزې په اسانی حلولى شي.

څانګه جبارخېل د ښځو لاسي صنايعو لپاره د بازارموندنې په برخه کې ددغه نندارتون پرانسته ډېره ګټوره بولي او وايي دوی ددغه ننداتون له لارې کولاى شي چې خپلې لاسي صنايع د خرڅلاو بازار ته وړاندې کړي.

دا لومړى ځل دى چې په ننګرهارکې د سوداګرۍ په برخه کې د ښځولپاره داسې يو پروګرام جوړېږي. کتونکي په دې نظردي چې د کليوالو ښځو لپاره چې زياتره په لاسي صنايعو بوختې دي د دا ډول پروګرامونو جوړېدل په دې ګټور دي چې دوی به له دې لارې وکولاى شي خپل توليد ته په ملي او نړیواله کچه مارکېټ پيدا کړي.

XS
SM
MD
LG