د لاس رسي وړ اتصالات

د ننګرهار د اوو ولسوالیو په محاکمو کې جرمي قضیې نشته


په ننګرهار کې د ناامنیو له کبله د ځینو ولسوالیو محکمې په مرکز جلال اباد کې فعالیت کوي
په ننګرهار کې د ناامنیو له کبله د ځینو ولسوالیو محکمې په مرکز جلال اباد کې فعالیت کوي

د ننګرهار د محاکمو رئیس وايي د دغه ولایت په اوو ولسوالیو کې محکمو ته یوه جرمي قضیه هم نه ده استول شوې.

د محاکمو رئیس عبدالولي قاضي زاده د امریکا غږ ته وویل چې په دغو ولسوالیو کې محکمې او قاضیان فعال دي، خو په خبره یې په تیرو شپږو میاشتو کې پولیسو یوه جرمي قضیه هم نه ده ثبت کړې.

هغه وايي دا حالت ورته د اندېښنې وړ دي. "پولیسو او کشفي ارګانونو په شپږو میاشتو کې په اوو ولسوالیو کې یوه جزايي قضیه هم نه ده کشف کړې، خو په نورو حقوقي مسایلو کې بیا یو لړ قضیې محاکمو ته راجع شوي دي".

هغه وویل د ننګرهار درې داسې ولسوالۍ شته چې د نا امنیو له کبله قاضیان او محاکم یې په مرکز جلال اباد کې فعالیت او کار کوي.

خو د ننګرهار د امنیې قوماندان ویاند حضرت حسین مشرقیوال د ښاغلي قاضي زاده له دغو خبرو سره ډېر موافق نه دی. ښاغلي مشرقیوال وویل په هر ځای کې پولیس شته، جرمونه یې کشف کړي دي. هغه وايي " هر چېرته چې اداره وي، کشفي اداره وي او جرم وشي، هغه حتمآ اړوندو ارګانونو ته معرفي کوي".

نوموړي وویل په ډېرو لېرو پرتو سیمو کې هم پولیسو جرمي قضیې موندلې او ثبت کړي دي. خو د چارو ځینې کارپوهان په دې باور دي چې پولیس د ننګرهار په ډېرو ولسوالیو کې د خپلو شخصي روابطو او په دندو کې د غفلت له کبله خپل کارونه په سم ډول نه ترسره کوي.

د ننګرهار پوهنتون استاد محبوب شاه محبوب وویل " په ډېرو ولسوالیو کې امنیت خراب دی. ټول په جنګ کې دي. په دندو کې د غفلت تر څنګ پولیس په فساد کې ډېر ډوب دي. پولیس د شخصي روابطو له کبله نغواړي چې دا ډول قضیې رسمي کړي، همدا علت دی چې محاکمو ته جرمي قضیې نه دې استول شوي".

د چارو ځینې شننونکي په دې باور دي چې په لېرو پرتو سیمو کې ډېرې دا ډول قضیې محلي جرګې او قومي مشران هم حل کوي او په ځینو پېښو کې خلک طالبانو ته ورځي.

ننګرهار ۲۲ ولسوالۍ لري چې په یو شمېر کې یې طالبان او د داعش جګړه ماران فعال دي.

XS
SM
MD
LG