د لاس رسي وړ اتصالات

د ننګرهار کرکټ لوبډلې وزیرستان ته ماتې ورکړه


د ننګرهار کرکټ لوبډلې وزیرستان ته ماتې ورکړه
د ننګرهار کرکټ لوبډلې وزیرستان ته ماتې ورکړه

د ننګرهار د کرکټ اکاډمۍ لوبډلې د کرکټ په یوه سیالۍ کې د وزیرستان لوبډلې ته ماتې ورکړه.

دغه سیالۍ تیره ورڅ د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت په جمرود سیمه کې پیل شوې چې ددغه ایالت ۲۰ پیاوړو لوبډلو پکې برخه اخیستې ده.

د ننګرهار د کرکټ اکاډمۍ سر روزونکی تاج ملک علم وايي چې د دوی لوبډله لومړۍ لوبه وکړه او په ټاکل شویو ۲۰ اورونوکې د شپږو لوبغاړو په سوځیدو يې ۱۹۲ منډې جوړې کړې.

هغه زیاته کړه چې دننګرهار اکاډمۍ لوبډلې له لوري نسیم قصاب ۳۵، کریم صادق ۳۰، شبیر نوري او افتاب عالم ۲۵ منډې جوړې کړې.

تاج ملک علم وویل چې د ننګرهار لخوا ورکړل شوی هدف د وزیرستان لوبډلې ترلاسه نه شو کړای او ټوله لوبډله یې په ۱۱۶ منډو وسوځیدله.

د نوموړي په وینا، د ننګرهار له لوري، قاري فطرت، هستي ګل عابد او محمد ضمیر د وزیرستان لوبډلې درې، درې لوبغاړي وسوځول.

د یادونې وړ ده چې د ننګرهار د کرکټ اکاډمۍ لوبډلې پرون د خیبر پښتونخوا ایالت د باړې لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

XS
SM
MD
LG