د لاس رسي وړ اتصالات

د ننګرهار لبنیاتو فابریکه؛ ۳۵۰۰ لیتره شیدې په ورځ کې


په ننګرهار کې د ختیځ لبنیاتو فابریکې له مالدارو شیدې پیري او تر پروسس وروسته یې په معیاری بستو کې بازار ته وړاندې کوي.

یاده فابریکه چې څلور کاله مخکې د نړیوال بانک په مالې مرستې جوړه شوې ده یو زره پنځه سوه کورنۍ له اقتصادي پلوه په ځان بسیا کړي دي.

د شیدو سربیره دې فابریکې کې پنیر، مستې، پیروي، چکه، کوچ او نور لبنیات تولیدیږي.

د فابریکي مسؤلین وایې چې ټول تولیدات یې له روغتیايي پلوه خوندي دي.

د ختیځ لبنیاتو فابریکې مشر، محمد نبي وایې: "مالدار د خپلې هرې غوا پر سر له یو سلو شلو تر یو سلو دیرشو افغانیو پورې عاید ترلاسه کوي."

که څه هم د ختیځ لبنیاتو د فابریکې پر تولیداتو ډېر خلک نه دي خبر، خو د فابریکې مسولین وايې چې که بازار تقاضا لوړه شې نو دوي به له سلګونو نورو مالدارو شیدي وپیري.

د اقتصادي چارو کارپوهان پدې باور دي چې له کورنيو تولیداتو او محصولاتو څخه ګټه واخېستل شي د ملي عایداتو کچه پورته ځي او ورسره زرګونو خلکو ته د کار او رزوګار زمینه برابریږي.

د ننگرهار د لبنیاتو فابریکه
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:36 0:00

XS
SM
MD
LG