د لاس رسي وړ اتصالات

په جلال آباد کې عصری رستورانتونه په زیاتېدو دي


د سولې د رستوران مشر رفيق الله وايي چې اوس د خلکواقتصاد ښه شوى د ژمي پر مهال دوی په يوه ورځ تر لس زرو افغانيوعوايد لري.
د سولې د رستوران مشر رفيق الله وايي چې اوس د خلکواقتصاد ښه شوى د ژمي پر مهال دوی په يوه ورځ تر لس زرو افغانيوعوايد لري.

د جلال آباد په ښار کې پر يو شمېر عصري رستورانونو د خلکو زياته ګڼه ګوڼه جوړه وي.

د ښار شمال ته د بهسودو پله تر څنګ د يو پراخه سيند تر غاړې يو شمېر داسې رستورانونه جوړ شوي چې غرمه او ماښام مهال پرې د خلکو ګڼه ګوڼه وي.

د وړو څارويو او کبانو وريتو غوښو او کړايانو لوګي او تپ يو بېل راښکون لري.

د سيند ننداره مړه مړه بهېدل يوه بله ښکلې فضاجوړه کړې ده. ددغوهوټلونو د کباب او کړايي لپاره ننګرهار خو پرېږده چې ان له کابل او نورو ولاياتو ورته خلک د مېلې لپاره راځي.

پدغو رستورانونو کې د هر څه پخلى يو اوږد انتظار هم غواړي. اوس مهال په دې ځاى کې د ګوتو په شمار څلور پنځه رستورانونه جوړشوي دي.

د رستورانونو خاوندان وايي چې د پخواپه پرتله د خلکوزياته ګڼه ګوڼه راماته وي، تردې چې دوي ورته په ډېرو ستونزو رسيده ګې کولاى شي.

د سولې په نوم د يو رستوران مشر رفيق الله وايي چې اوس د خلکواقتصاد ښه شوى د ژمي پر مهال دوی په يوه ورځ تر لس زرو افغانيوعوايد لري. دوی دلته د چرګانو، کبانواو واړه څاروي غوښه په بېلابېلو ډولو پخوي او پلوري يې.

دى وايي دوی تر شلو پورې واړه څاروي او تر څلويښتو چرګان او شاوخوا يو سل او پنځوس کيلو کبان پخوي.

دى وايي پخوا يې يوازې چپس پخول خو اوس ډول ډول غوښې پلوري.

رفيق الله وايي چې دوى ته ډول ډول خلک راځي خو زياتره پکې سودا ګر او پيسه داره دي رفيق الله وايي چې داسې ورځ نه ده راغلې چې دوى دې څه پاخه کړي وي او پرې پاتې وي.

ددغه رستورانونو څښتنان د خپل کار په وړاندې يوه لويه ستونزه دا بولي چې واړه څاروي په لوړه بيه اخلي.

رفیق الله وايي ددې ځای سودا ګر زياتره څاروي پيښور ته وړي هغه مال چې دوى يې په منډوي په درې زرو اخلي پاکستانى سودا ګر يې په لوړه بيه اخلي؛ ددې ښکاري چې دوى هلته غوښه په لوړه بيه خرڅوي.

رفيق الله وايي د سيمې خلک په وړيو څارويو کې د سيرلي غوښه زياته خوښوي.

رفيق الله وايي چې له ده سره په دغه رستورانت کې شاه خوا څلويښت تنه په کار بوخت دي.

ددغه رستورانت يو کارکوونکى زلمى چې تورې کړايي ته ولاړ و او په کابګير يې غوښه لاندې باندې کوله ويل يې دى له خپل کاره خوښ دى.

دى وايي دلته سيخ کباب هم پخوي چې چوپان کباب يې بولي. زلمى وايي چې ده دغه پخلى په بهر کې زده کړى اوس دلته د کاراوبار لپاره راغلى.

د رستورانت مخې ته يو ځوان فصيح الله چې تازه يې ډوډۍ خوړلې وه ولاړ دى. دی وايي که څه هم د دغو رستورانتونو ډوډۍ ګرانه ده خو نوره خوږه او صحي ده.

د بهسودو پله ته څيرمه د غزيدلي سيند غاړې ته دغه پراته رستورانونه نه يوازې د خوړو ځاى ګرځيدلى بلکې د دمې او سيل ځاى هم دى.

XS
SM
MD
LG