د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار: په خوګیاڼو او بټي کوټ کې عملیات شوي


ننګرهار: په خوګیاڼو او بټي کوټ کې عملیات شوي
ننګرهار: په خوګیاڼو او بټي کوټ کې عملیات شوي

ګډو ځواکونو تېره شپه د ننګرهار ولايت د خوګياڼو په ولسوالۍ کې عمليات تر سره کړل چې د خوګیاڼو د ولسوال محمد حسن په وينا په دغوعملياتوکې پنځه تنه وسله وال مخالفين وژل شوي او دوه تنه نور ژوندي نيول شوي دي.

ولسوال محمدحسن وايي: په دغو عملياتو کې له هوايي ځواکه هم کار اخیستل شوى چې دده د وينا له مخې دغه کسان پر هوايي بريد وژل شوي دي.

دى وايي: په دغو عملياتو کې عمليات کوونکيو او ولسي کسانو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

بل لور ته ګډو ځواکونو ددغه ولايت د بټي کوټ له ولسوالۍ نه هم پنځه تنه له وسله والو مخالفينو سره د لاس لرلو په تور بولي دي.

د ننګرهار د ولایت ویاند عبدالزى وايي: دغه کسان اوس مهال له افغان ځواکونو سره تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دي. دى وايي، دغو کسانو د نامنۍ په پېښو کې لاس لاره.

په دې وروستيو کې د ګډو ځواکونو له خوا ددغه ولايت په يو شمېر سيمو کې د وسله والو مخالفينو د نيولو پېښې زياتې شوې دي.

عبدالزى يې يوازينۍ لامل په دغه ولايت کې د تښتونو او يو لړ نورو امنيتي پېښو رامنځته کېدل بولي چې په وينا يې د يو لړ ګروپونو او اشخاصو له خوا رامنځته شوي.

دده په وينا ددې لپاره چې حالت بېرته قابو شي نو ګډو ځواکونو په يو لړعملياتو لاس پورې کړى.

دى وايي: ټول امنيتي ارګانونه د خپلوکشفي اطلاعاتو پر بنسټ کار کوي. دوی اطلاعات سره شريکوي او بيا پرې عمل کوي.

د سيمې خلک بيا وايي چې په دې وروستيو کې د ننګرهار په ولايت کې پر وسله والو مخالفينو سربېره يو شمېر نورې ډلې ټپلې چې په ښار کې دننه اوسي په وسلو سمبال ګرځي چې دغه حالت خلک له اندېښنو او پوښتنو سره مخ کړي دي.

د وسلې په زور شوکې او تښتونې کېدې چې د دوی په ذهن کې ددغو وسله والو موجوديت بيا هغسې يو حالت انځوروي.

په افغانستان کې دامريکا سفيرچې تېره ورځ جلال اباد ته راغى له هغه سره دغه اندېښنې هم د پوښتنوپه ډول شريکې شوې.

نوموړي په دې باب دخپل هېواد دريځ داسې په ډاګه کړچې دوي دلته دايمي هډې نه غواړي خوپه افغانستان کې هم بياد١٩٩٠کال اشتباه نه تکراروي. دوی دغه هېواد يوازې نه پرېږدي، دوی به دلته سياسي حضور ولري.

XS
SM
MD
LG