د لاس رسي وړ اتصالات

پولیسو په کابل کې د نشه يي توکو د کاروباریانو ډله نیولې


په نیول شویو کسانو کې یوه ښځه هم شامله ده
په نیول شویو کسانو کې یوه ښځه هم شامله ده

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو په کابل کې د نشه يي توکو د کاروباریانو شپږ کسیزه ډله چې یوه ښځه هم په کې شامله ده، نیولې ده.

د کورنیو چارو وزارت رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي چې له دغو کسانو سره یې د یوه اندازه ټابلیټ کا تر څنګ نقدي پیسې هم ترلاسه کړي دي.

د دغه وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې مرستیال محمد هاشم اورتاق په دې اړه وايي "په هغو عملیاتو کې چې پولیسو د کابل ښار په اتمې ناحیې په مربوطاتو کې ترسره کړل، د نشه يي‌توکو د عرضه کوونکو د یوې شپږ کسیزې ډلې د نیولو تر څنګ یې له دغې ډلې څخه د ټابلیټ کا ۳۰ زره نشه يي ګولۍ هم ترلاسه کړي".

ښاغلی اورتاق وايي چې له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو له دغو کسانو سره شاوخوا اووه میلیونه افغانۍ او یوه عراده موټر هم نیولی دی.

په دې وروستیو کې په کابل ښار کې د معتادینو له زیاتوالي او د نشه يي توکو له کارباوریانو شکایتونه زیات شوي دي، چې د خلکو په باور د دغه ښار نظم او امنیت ته یې ګواښ پېښ کړی دی.

XS
SM
MD
LG