د لاس رسي وړ اتصالات

په دوو اونیو کې د زندانونو شپږ ساتونکي د قاچاق په تور نیول شوي


د زندانونو چارو اداره وايي چې زندانونو ته د نشه يي توکو د قاچاق مخنیوي لپاره یې جدي ګامونه پورته کړي دي.
د زندانونو چارو اداره وايي چې زندانونو ته د نشه يي توکو د قاچاق مخنیوي لپاره یې جدي ګامونه پورته کړي دي.

د افغانستان د زندانونو چارو اداره وايي چې په تېرو دوو اوونیو کې د زندانونو شپږ ساتونکي د نشه يي‌توکو د قاچاق په تور نیولي دي، دغه اداره وايي چې د نیول شویو کسانو قضیې تر څېړنو لاندې دي.

د زندانونو چارو اداره وايي چې د جمعې (۶ چنګاښ) په ورځ یې د څرخي پله زندان یو ساتونکی دغه زندان ته د یوه اندازه نشه يي توکو د قاچاق په تور نیولی دی.

د دغې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې تورن ساتونکی له زندانیانو څخه د یوه اندازه چرسو او هییرونو د ترلاسه کولو وروسته په همدې په تړاو نیول شوی دی.

تر دې یوه ورځ وړاندې (۵ چنګاښ) امنیتي مسئولینو د نشه يي توکو د ځانګړي زندان یو ساتونکی څارنمن نصرالله د شیشې او چرسو په ګډون له یو اندازه نشه يي توکو سره نیولی دی.

د زندانونو چارو اداره وایي چې تورن کس، خپل جرم منلی او قضیه یې د نورو څېړنو لپاره اړوندې ادارې ته لېږل شوې ده.

د افغانستان زندانونو ته د نشه يي‌توکو قاچاق یو له جدي ستونزو څخه بلل کیږي، چې د ډېرو په باور د زندان ځینې ساتونکي په کې لاس لري.

د زندانونو چارو اداره وايي چې زندانونو ته د نشه يي‌توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره یې جدي ګامونه پورته کړي دي او زندانونو ته د قاچاق مخنیوی یې په لومړیتوبونو کې راځي.

تر دې وړاندې دغې ادارې ویلي ول چې په زندانونو کې د نشه يي توکو سره د مبارزې په لړ کې یې په کابل، هرات او غور کې یو شمېر ساتونکي زندانونو ته د قاچاق په تور نیولي دي.

XS
SM
MD
LG