د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې د کوکنارو له منځه وړلو کمپاین پیل شو


له نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت وايي چې په ننګرهار کې به د کوکنارو له منځه وړل دوام ولري.
له نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت وايي چې په ننګرهار کې به د کوکنارو له منځه وړل دوام ولري.

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت وايي چې په ننګرهار کې یې د کرل شویو کوکناور د له منځه وړلو کمپاین پیل کړی.

دغه معینیت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د نورو امنیتي ادارو په همکارۍ په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د ننګرهار په خوږیاڼو او رودات ولسوالیو کې ۸۲ جریبه ځمکه د کوکنارو له بوټو څخه پاکه کړې ده.

له نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت وایي چې د کوکنارو د له منځه وړلو کمپاین به په یاد ولایت کې ادامه ولري.

دغه معینیت همدارنګه په بلخ، نیمروز او تخار کې د نشه يي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تور د څلورو کسانو د نیولو خبر ورکوي.

پولیسو له تورنو کسانو سره د هیرویینو، شیشې او تریاکو په ګډون یوه اندازه نشه يي توکو هم نیولي دي.

XS
SM
MD
LG