د لاس رسي وړ اتصالات

ناتو مشاورین وايي افغان پوځ دې جنګي تکتیک بدل کړي


په داسې حال کې چې د ناټو ماموریت په رسمي ډول پای ته رسیدلی او یوازې یو څو زره بهرني عسکر یې پاتې دي، د ثبات د ټینګولو مسؤلیت د افغان پوځ او پولیسو پر اوږو دی.

اوس دغه پوځي ایتلاف د داسې لارو چارو په لټه کې دی چې له خپلو منابعو نه په اغیزناک ډول استفاده وکړي.

کله چې په اوړي کې د جګړې د زیاتیدلو تمه کیږي، د ناټو لومړيتوب دادی چې پر هغو پوستو اتکا کمه کړي چې په ټول افغانستان کې ښارونه او لارې ساتي.

په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو ویاند برید جنرال ولسن شوفنر وايي چې افغان ځواکونه په پوستو کې ډیر عسکر لري او زیاتوي یو پخوانی پوځي متل دی چې وايي، که د هر ځای دفاع کوئ نو د هیڅ ځای دفاع نه کوئ. د افغانانو همدا حال دی.

داسې معلومیږي چې دغه نظر اوس د منلو په حال کې دی.
ه تیره اونۍ کې د هلمند په ویالت کې امنیتي ځواکونو ځینې پوستې پریښودې چې د چارواکو په وینا دوی ته به دا اجازه ورکړي چې د یاغیانو پر مرکزونو د بریددونو لپاره خپل ځواکونه کلک کړي.

خو په ټول هیواد کې د تکتیکونو د بدلولو پر وړاندې خنډونه موحود دي. د ګرزنده عملیاتو په پرتله د پوستو ساتل ساده کار دی، ځکه چې د هغو لپاره لوژستیک او هوايي ملاتړ ته اړتیا وي چې د محدودو امکاناتو له امله دا کار د افغان حکومت لپاره ممکن نه دی.

د کابل په سویل کې د ملي اردو د مرکز د یو سل او یولسمې فرقي لومړی کنډک د پلازمینې او لوګر تر منځ د غرنیو لارو د ساتلو لپاره یو لړ پوستې لري.

ددې کنډک قوماندان ډګرمن محمد رها خرم چې د موسهي په ولسوالۍ کې میشت دی وايي چې هغوی هلته پوستې لري چې د طالبانو مخه ونیسي. هغه زیاتوي، " که مونږ دلته نه وو، نو د مونږ پرځای به طالبان وي."

که ځه هم په دغه سیمه کې جګړه سخته نه ده، خو سرتیري وايي چې دوی وخت په وخت د طالبانو تر بریدونو لاندې راځي او د سړک د غاړې له بمونو سره مخ دی.

د ملي اردو د کابل د یو سل او یولسمې فرقی قوماندان برید جنرال عبدلناصرضیایي وايي، "مونږ په هره پوسته کې دوه ډلې عسکر لرو. یوه امنتي ډله او بله د غبرګون ډله ده. امنیتي ډله ګذمه کوي او دوهمه ډله بریدونو ته ځواب وايي. یعني کله چې هغوی یو راپور ترلاسه کوي نو غبرګون ځرګندوي."

بل لوري ته، یو افغان چارواکي وايي چې یو بمي ځان مرګي پرون د پروان په ولایت کې د پولیسو پر یو قوماندان برید وکړ چې له امله یې د نهو ملکیانو په شمول دیارلس کسان ووژل شول.

د پروان د ولایتي روغتون مشر محمد قاسم سنګي وویل "مونږ شپږ کسان بستر کړي دي او یو کس د څلورو بو په شاوخوا کې شهید شو. یو اته کلن ماشوم او یو شپیته کلن سړی جدي وضعیت لری."

XS
SM
MD
LG