د افغانستان د پاره د ناټو د ملکی چارو عالی رتبه استازی وایی ماشومان ښایی د لندن او نیویارک نه په کابل کی مصون ډیر وي.
مارک سیدویل د ماشومانو دپاره د بی بی سی خبری پرگرام ته وویل د افغانستان ښارونه د کلیو د یوی شبکی غوندی چه د اکثرو ماشومانو ژوند هلته مصون دی. ټاکل شویده چه دده دغه تبصری نن خپری شی.
د سیدویل دغه تبصری د افغانو ماشومانو له تبصرو سره چې د کابل په کوڅو کې یې د امنیت او مصونیت په باره کې لري، فرق کوي.
یو شپاړلس کلن هلک دغه خبری خپرونی ته ویلی دی هغه د ویری ښوونځی ته نه ځی. ده ویلی دی مونږه ویریږو چه په ښوونځی کی به بم وچوی.
د ماشومانود ژغورنی ، د موسسی ریس جستن فورسیت د مارک سیدویل تبصری غلطی بللی دی.
ده وویل په افغانستان کی د ماشومانو ژوند له خطرونو ډک دی.
ده زیاته کړه چه په څلورو کی یو ماشوم د پنځه کلنی نه مخکی مری.
د ماشومانود ژغورنی د موسسی ریس وایی بین المللی ټولنه باید ډیرکوشش وکړی، ډیر پیسی ولگوی او ډیر کار وکړی چه په افغانستان کی د امنیتی عملیاتو په وخت کی د ماشومانو د بی موجبه مرگونو مخه ونیول شی.