د لاس رسي وړ اتصالات

زابل کې د ایتلاف هلیکوپتر لوېدلې ٩ تنه مړه دي


ناتو وایی چی د زابل په ولایت کې د یوې هیلوکوپټر د غورځیدو په پیښه کی د ایتلاف نهه عسکر وژل شوي دي چی له دې سره ٢٠١٠ م کال د جگړې د پیل راهیسی د نړیوالو قواوو لپاره تر ټولو خونړی کال گڼل کیږی.

افغان چارواکی وایی چی دغه هیلوکوپټر نن د زابل د دای چوپان په ولسوالۍ کی په ځمکه راولوېده، او درې تنه نور، یو د ایتلاف د قواوو عسکر، بل یو افغان عسکر او دریم یو امریکایی ملکي وگړی پکې زخمي شوي دي.

ناتو مخکی ویلی وو چی په دی پیښه کی د اییتلاف د قواوو د یوه دویم گړی عسکر په شمول څلور تنه زخمی شوی وو.

د دی هیلوکوپټر د لویدو علت تر اوسه پوری نه دی معلوم شوی .

طالبانو ادعا کړې چی هغوی دا هلیکوپټر ویشتلې خو ناتو وایي چې په سیمه کې د دښمن د ډزو هیڅ کوم رپوټ نه دی ورکړل شوی. یاغی ډلی په خارجی قواوو باندی په حملو کی تل په خپلو ادعاگانو کی مبالغه کوی

یوه خپلواکه ویب پاڼه icasualties.org چی په افغاننستان او عراق کی په جگړو کی د مرگ ژوبلی ارقام څاری وایی چی د ننی پیښی په شمول سږ کال په افغانستان کی د خارجی عسکرو د وژل کیدو شمیر ٥٢٩ و ورسید چی دا شمیر په ٢٠٠١ میلادی کال کی د جگړی د پیل راهیسی تر ټولو خونړئ کال گڼل کیږی.

بل پلو ناتو پرون وویل چی افغان او د اییتلاف قواوو د بغلان په ولایت کی د یاغیانو په یوی مرکز باندی په حملی کی د طالبانو یو قوماندان نیولی او دوه یاغی طالبان یی وژلی دی .

ناتو په یوه خبرلیک کی نن وویل چی د طالبانو دغه نیول شوي قوماندان د شنبی د ورځی د انتخاباتو په ډیر شمیر حملو کی لاس درلود.

د دغو یاغیانو یو کس چی د حمت خیلو په کلی کی ووژل شو ویل کیږی چی ملا محبوب الهی نومیده . ناتو وایی چی هغه د طالبانو یو غټ مشر و چی په پاکستان کی یی د طالبانو د مشرانو سره په منظمه توگه کتل.

XS
SM
MD
LG