د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو د افغانستان نه د وتلو لپاره ستراتیژي بدلوي


ناټو د افغانستان نه د وتلو لپاره ستراتیژي بدلوي
ناټو د افغانستان نه د وتلو لپاره ستراتیژي بدلوي

له افغانستان څخه په راتلوونکې جولایي کې د غښتلو لسو زرو امریکایي عسکرو په وتو سره ناتو خپله ستراتیژي بدلوي. ددې پر ځای چې ټول افغانستان د طالبانو د بریدونو په وړاندې وساتي دغه سازمان غواړي چې خپلې منابع مشخصو گڼ نفوسه سیمو ته وقف کړي.

د لوگر ولایت د برکي برک په ولسوالۍ کې وضیعت ارام دی. د امریکا د لسمې غرنۍ فرقې نظامي پولیس د افغان ملي پولیسو سره یوځای د ولسوالۍ په مرکز کې په گزمه بوخت دي.

د سیمې وگړي له دوی سره په درناوي او حتی په ملگرتیا چلند کوي.

دا یوه ټولنه ده چې په پرله پسې توگه ناتو او افغان حکومت په کې حضور لري. خو یو څو کیلو میتره وړاندې د چاودیدونکو موادو د موجودیت په وجه په سړکونو تگ تقریبا ناممکن دی او د طالبانو نښه ویشتونکو د ناتو عسکرو ته کمین نیولی.

په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ائیتلافي ځواکونو شمیر خپل اوج ته یعنی یو سلو پنځوس زرو ته رسیدلې. د مهال ویش سره سم به امریکایي ځواکونه ورو ورو د جولایي په میاشت کې راکم کړای شي.

په دې درک چې دوی ټول افغانستان نه شي څارلی، ناتو تقریبا د افغانستان د څلورسوو ولسوالیو له جملې نه اتیا ولسوالۍ ټاکلي چې هلته به د دوی عسکر حضور ولري او ساختماني پروژې او نورې مرستې به په کې روانې وي.

د لوگر ولایت د برکي برک ولسوالۍ چې تقریبا اتیا زره نفوس لري ددې ولایت د اوو ولسوالیو څخه یواځنی ولسوالۍ ده چې دغه تخصیص ورته ورکول کیږي.

برکي برک یو لوی بازار او څو مهم سړکونه لري او اوسیدونکي یې له کابل سره ټینگې اړیکې لري.

د دوه زره نهم کال راهیسې چې ناتو برکي برک ته تللی، هلته یې د باغدارۍ ددغې پروژې په گډون د بیارغونې زیات شمیر پروژې پلي کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په مرسته ولسوالۍ ته یوه نوی ودانۍ جوړه شوی.

د ولسوالیو ددې مهمې ستراتیژۍ عیب په دې کې دی چې نورو ولسوالیو ته په کې کمه پاملرنه کیږي. په دې کې یو شمیر مهمې سرحدي ولسوالۍ هم شاملې دي چې د طالبانو عمده مرکزونه گرځیدلي.

د امریکا د اردو منصبداران دا مني چې دا ستراتیژي کامله او بې عیبه نه ده. خو دوی وایي دا د کمو منابعو د مصرف او همداشان افغان حکومت او ملي امنیتي ځواکونو ته د یو څه وخت ورکولو لپاره ډیره ښه لار ده.

(.. زمونږ لوړیتوب دادی چې گڼ میشتو سیمو ته پاملرنه وکړو. ځکه زمونږ لومړنی ماموریت د خلکو ژغورنه ده. هدف دادی چې که مونږ د خلکو امنیت تامین کړو، هغوی به د مرکزي حکومت او د افغان ملي امنیتي ځواکونو پلوي وکړي. کله چې په گڼ میشتو سیمو کې دا هدف ترلاسه شو، بیا مونږ کم نفوسو سیمو ته مخه کولای شو.)

رپوټ وایي، په دې اوړي کې د مهال ویش سره سم د ناتو ځواکونو په تدریجي کمولو سره ددې ستراتیژۍ د پلي کولو زمینه هم په کمیدو ده.

XS
SM
MD
LG