ناتو وايي د یکشنبې په ورځ یو عسکر یې د افغانستان په جنوب کې د بم په یوه چاودنه کې ووژل شو.
د شنبې په ورځ هم ناتو وویل چې ددوی دوه عسکر په دوو جلا جلا حملو کې وژل شوي دي. د دوی یو عسکر د ملک په جنوب او بل یې د ملک په شمال کې ووژل شو.
ناتو ددغو وژل شوو عسکرو د هویت په هکله څه ونه ویل، خو د سویډن پوځ ویلي دي چې هغه عسکر چې د افغانستان په شمال کې وژل شوی دی هغه ددوی د پوځ پورې اړه لري.
پوځ وویل چې ددوی دوه نور عسکر د سړک د غاړې په بم چاودنه کې ټپیان شوي هم دي.
سویډن په افغانستان کې ٥٠٠ عسکر لري. تر اوسه پورې د دې هیواد پنځه عسکر د افغانستان په جگړه کې وژل شوی دي.
د شنبې په ورځ په کندهار کې د پولیسو د یوه ماموریت په خوا کې په یوه چاودنه کې یو ملکي کس ووژل شو او څلورنور ملکیان ټپیان شول.
د شنبې په ورځ ناتو په یو بل خبر کې وویل چې د افغانستان په ختیز کې د دوی په هوايي برید کې پنځه یاغیان ووژل شول. د ملک په نورو برخو کې افغان او ائتلاف قواوو څو مشکوک یاغیان د شپې د عملیاتو په ترڅ کې چې د طالبانو او حقاني د ډلو مشرانو د نیولو لپاره شويدي، توقیف کړیدي.
د هلمند په ولایت کې ناتو او افغان گزمې په یوې حویلی کې په کور کې جوړ شوي بمونه او چاودیدونکي مواد پیدا کړیدي.
همدارنگه ناتو د افغانستان د جمهوررئیس حامد کرزي د سولې د هڅو ملاتړ کړی دی.
په یو خبرکې ویل شوي دي چې د افغانستان د سولې د عالی شورا ویاند بریالي هلالي امریکا غږ ته وویل چې د افغان حکومت اود طالبانو ترمنځ غیررسمي خبرې شوي دي.
هلالي دا خبرې یوه ورځ وروسته له هغه کوي چې په افغانستان کې د ناتو قوماندان امریکايي جنرال ډیوډ پټریس وویل چې ناتو کابل ته د طالبانو دمشرانو لپاره د ورتگ سهولتونه برابر کړي دي. طالبانو له هغه وروسته چې دغه خبرې ردې کړېدي، د افغانستان د حکومت سره د خبرو په هکله بیا تبصره نه ده کړي.