د لاس رسي وړ اتصالات

الن: پر ناټو باندي په ټولو بریدونو کې طالبان لاس نلري


په افغانستان کې د ناټو او امریکایې ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان الن وایې چې په تیرو څو ورځو کې د افغانستان دعسکرو له خوا د ناټو پر ځواکونو باندې ټولې حملې دافغانستان په ملي پوځ او پولیسو کې د طالبانو د مخبرانو او ملاتړ کوونکو د ورننوتلو په وجه نه دي شوي.

د افغانستان د حکومت امنیتي ځواکونو د تیرو دوو اونیوو په موده کې د نړیوال ایتلاف لس عسکر ویشتلي، او په مجموعي توگه یې سږکال د ناټو ٣٩ عسکر وژلی دي.

دامریکایې ځواکونو او ناټو قوماندان جنرال جان الن نن د امریکا د دفاع په وزارت کې د کابل نه د ټېلې کانفرانس له لارې خبریالانوته وویل چې ددغو حملو په سلو کې ٢٦ فېصده یې ښايي د طالبانو ملاتړ کوونکو کړې وي خو باقي پاتي یې د عسکرو ترمنځ د شخصی شخړو په وجه شوی دي. هغه وویل چې مونږ پلټنې کوو چې نور عوامل یې په ډاګه کړو.
XS
SM
MD
LG