د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو: افغان پولیس د روزنې پر وخت ۶ آمریکایان وژلي


ناټو: افغان پولیس د روزنې پر وخت ۶ آمریکایان وژلي
ناټو: افغان پولیس د روزنې پر وخت ۶ آمریکایان وژلي

ناټو واېې کوم افغان پولېس چی په دې هفته کی ېې ٦ تنه امرېکاېې عسکر وژلی وو، ددغو امرېکاېې عسکرو سره ېې ېو ځای چاېې څښلې . دناټو ېوه اعلامېه واېې چې امرېکاېې او افغان عسکر ېوه غره ته پورته ختلی وو چې تمرېنات وکړي خو په همدغه شېبه کی نوموړي پولېس ډزی وکړې او ٦ تنه امرېکاېې عسکر ېې ووژل.

له بلي خوا اافغان او ایتلافي قواوې وایي چې په څو ولاېتونو کې یې پوځي عملېات سر ته رسولي دي چې په نتېجه کې یې د طالبانو څو تنه مشران نیول شوي دي.

ايتلافي قواو ووېل چې امنېتي ځواکونو د کندهار په ولایت کی د پنجشنبی په ورځ ېو سړی ونېو چې وېل کېږي د طالبانو لپاره به یې لوژېستکي مواد برابرول او د هغه سره یې یو ځای د شک لاندې یو بل سړی هم نېولی دی.

همدا راز افغان او ایتلافی ځواکونو وویل چې د سید اباد ولسوالۍ د قدرخېلو په کلي کې یې د تېرې یکشنبې په ورځ د طالبانو ېو تن بل قومندان هم ونیو.

دایتلاف ځواکونه وایې چې د غزني دولاېت د شېنکۍ په سېمه کې یې د پوځي عملېاتو پر وخت د طالبانو ېو غټ قومندان نېولی دی او د شک لاندې یو بل سړی هم نېول شوی دی.

XS
SM
MD
LG