د لاس رسي وړ اتصالات

د ملي پوځ په یونیفورم کې یوه کس دوه د ناټو عسکر وژلي


ناټو وایي یو سړي چې د افغانستان د ملي پوځ یونیفورم یې اغوستی و، د افغانستان په جنوب کې د اتلاف په ځواکونو ډزې کړیدي ، دوه تنه یی وژلي دي. ناټو وایي، دغه حمله کوونکی نن د ناټو قواوو په ځوابي ډزو کی وواژه. تر اوسه لا حمله کوونکی نه دی پیژندل شوی.

د اسوشیټد پرس رپوټ وایي، دغه دوه تنه پوځیان برتانویان وو. ناټو ددغو وژل شوو پوځیانو د هویت په باره کې خپاره شوي معلومات نه دي تایید کړي. د افغانستان او د ناټو د عسکرو ترمنځ اړیکې ددی میاشتی په سر کی د ډزو له کبله خرابي شوي دي.

افغان مامورین وایي دغه پیښه د هلمند د ولایت د لشکرگاه په ښار کې شویده.امریکایي مامورین وایی د دوه زره اوم کال راهیسي تراوسه په ناټو او افغان قواوو ، لږ ترلږه ۴٢ حملې شویدي. د دې حملی نه دوه هفتي مخکي په قندهار کې د امریکایي عسکر د ډزو له کبله د ناټو او افغانو عسکروترمنځ اړیکې خړپړې شوي دي.

په دغه عسکر، خوردظابط رابرت بېلیس باندې چې یوولس کاله یې په پوځ کې خدمت کړیدی، د ١٧ قصدي قتلونو او د شپږو قتلونو دهڅې الزامونه ولگول شول. ویل کیږي چې بیلیس د مارچ په یوولسمه په قندهار کې د شپې په تیاره کې د خپلی پوځی اډې نه وتې دی، نهه ماشومان او اته کسه لویان یې وژلي دي.

XS
SM
MD
LG