د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې نن د ناټو شپږ عسکر وژل شویدی


ناټو وایي چې په افغانستان کې په بیلا بیلو حملو کې شپږ تنه امریکایي عسکر وژل شویدي. څلور امریکایي عسکر د هغه ملک په ختیځ کې د یاغیانو لخوا د سپکو وسلو په حملو کې او دوه تنه نور یې په جنوب کې د سړک د غاړې د بمونو په چاودنو کې وژل شویدي.

له بلي خوا ناتو ویلي دي چی یوه ځان مرگه خپل موټربم نن د شنبې په ورځ د خوست په ولایت کی د ناتو د موټرو د یوه کتار په خوا وروست، خو د چاودني نه وروسته سمدستي د تلفاتو په باب څه نه دي ویل شوي.

همدارنګه د افغانستان ددفاع وزارت ویلي دي چی یوه ځانمرگه بم چونکي غوښتل د زابل په ولایت کي د افغان پوځ په یوې پوستې باندی حمله وکړی، مگر عسکرو مخکي له دې چی هغه خپل بم وچوي ډزي پر وکړې او ویې واژه.

XS
SM
MD
LG