د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د ناټو څلور عسکر وژل شویدی


\
\

ناتو وایي چی د افغانستان په جنوب کي یې د بمونو په چاودنو کي څلور عسکر وژل شوي دي.ناتو وویل چی دوه عسکر یې نن د شنبې په ورځ او دوه نور عسکر یې د جمعې په ورځ وژل شوي دي.

د برتانیې اردو خپل دوه عسکر پیژندلي دي چي دواړه یې د هلمند په ولایت کي وژل شوي دي. یو بل وژل شوی عسکر امریکایي بلل شویدی.

د سړک په غاړو د بمونو چاودل په افغانستان کي د عسکرو د وژلو ډیر لوی او مهم عامل دی.

په عین حال کي افغان او ائتلافي قواو د هلمند په ولایت کي په زیات مقدار هیروئین، ٨٠٠ کیلوگرامه اپیم او ٩٠ کیلوگرامه امونیم نایټریټ چی د بمونو په جوړولو کي استعمالیږي نیولي دي. د نیول شوو مخدره موادو بیه د بازار په نرخ ٣٨ میلیونه ډالرو ته رسیږي.

د ناتو قواو دغه راز د هلمند په ولایت کي څو تنه مشکوک یاغیان په داسي حال کي نیولي دي چی د هغوي په دوو قوماندانانو پسې گرځیدل.

XS
SM
MD
LG