په افغانستان کې د افغان او بهرنیو ځواکونو دوه پوځي څرخي الوتکې رالویدلي دي.
د افغان ځواکونو الوتکه د دوشنبې په غرمه د بامیانو په غرني ولایت کې غورځېدلې ده چې د چارواکو په خبره د سپرلیو څخه یې دوه تنه مړه شوي دي.
په دغې ترانسپورتي الوتکې د عملې په ګډون اوه تنه سپاره وو چې تر غرمې مخکې د بامیانو په فولادي سیمه کې وغورځېدله.
د بامیانو د والي ویاند عبدالرحمن احمدي امریکا غږ ته وویل چې الوتکه د بامیانو د هوایي ډګر څخه کابل ته روانه وه چې له الوتلو لږه شېبه وروسته پریوته.
اخوا د دوشنبې په شپه ناوخته، په کابل کې د بهرنیو ځواکونو یوه څرخي الوتکه غورځېدلې او د ناټو پنځه غړي په کې وژل شوي دي.
برتانوي رسنیو د برتانیا د دفاع وزارت له خولې ویلي چې په دغې پېښه کې دوه برتانویان مړه شوي دي.
تر اوسه د دغو دواړو الوتکو د غورځېدو دقیق علتونه معلوم شوي نه دي.
په افغانستان کې د ناټو جنګي ماموریت په ۲۰۱۴ کال کې خلاص شو، خو اوس ناتو د قاطع ماموریت تر نامه لاندې افغان ځواکونه روزي او سلا مشورې ورته ورکوي.