د لاس رسي وړ اتصالات

د ناتو د مهماتو په چاودنو د افغانانو مرگ ژوبله کمه شوې


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې په افغانستان کې د ناچاودیدلو پوځي توکیو له وجې مرگ ژوبله تر پخوا ډیره راټیټه شوېده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې په افغانستان کې د ناچاودیدلو پوځي توکیو له وجې مرگ ژوبله تر پخوا ډیره راټیټه شوېده.

د بهرنیو ځواکونو د انداخت د تعلیمي مرکزونو یا پوځي پولیگونونو له شاو خوا سیمو څخه د ناچاودیدلو توکیو پاکولو په ٢٠١٥ کال کې د افغان غیر پوځي وگړو مرگ ژوبله راکمه کړې ده.

د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو د ماین پاکۍ مرکز د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې په ٢٠١٥ کال کې د هغو ناچاودیدلو توکیو له درکه چې د بهرنیو ځواکونو د انداخت په مرکزونو کې پاتې شوي وو د مرگ ژوبلې یواځې دوه پیښې رامنځ ته شوي دي.

افغان ماین پاکان د ماین پاکولو پر وخت
افغان ماین پاکان د ماین پاکولو پر وخت

د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو د ماین پاکولو اداره د ۲۰۰۹ کال څخه د ۲۰۱۵ کال تر دسمبر پورې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د پخواني ماموریت یا ایساف په تاسیساتو او یا د تاسیساتو په شاوخوا سیمو کې د ناچاودیدلو توکیو د چاودنې له کبله ۱۳۸ پیښې ثبت کړې دي.

په ۲۰۱۴ کال کې په افغانستان کې د ناتو د تاسیساتو په شاو خوا سیمو کې د پاتې شویو ناچاودیدلو توکیو د چاودنو له کبله ١٩ تنو ته مرگ ژوبله اوښتې وه، دا شمیر په ٢٠١٣ کې ٥٠ او په ٢٠١٢ کې ۴٦ تنه وه.

ملگرو ملتونو راپور ورکړی چې ددغو ١٣٨ پیښو څخه د ٧٥ فیصدو پیښو ربانیان ماشومان وو. راپور همداشان په دغو پیښو کې د ۴۲ تنو د مړینې خبر هم ورکوي.

د ملگرو ملتونو د ماین پاکولو د ادارې د خبرپاڼې په وینا د یاد شويو پولیگونونو څخه د ناتو سرتیرو او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د پوځي مهارتونو د لوړولو لپاره کار اخیستل کیده او مختلف پوځي مهمات په کې کاریدلي دي.

د افغانستان څخه د اکثرو بهرنیو پوځیانو په وتلو سره تعلیمي پولیگونونهز تش پاتې دي است.
د افغانستان څخه د اکثرو بهرنیو پوځیانو په وتلو سره تعلیمي پولیگونونهز تش پاتې دي است.

د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو د ماین پاکولو مرکز وایي د آیساف د پولیگنونو پاک کول چې د ١٩٨١ کال د نړیوال میثاق له په خپل ذات کې په نړیواله کچه یو ستر او پیچلی پروگرام دی له مخې یې تر اوسه پورې ۵۰۱ کیلومیتر مربع ساحه پاکه شوې ده.

له دې دمخه د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت هم راپور ورکړی و چې په افغانستان کې د ناچاودیدلو پوځي توکیو له وجې د مرگ ژوبلې کچه تر بل هر وخت راټیټه شوې ده.

XS
SM
MD
LG