د لاس رسي وړ اتصالات

یوه افغان پوځي پر خپلو نړیوالو زوزنکو برید کړی


아프가니스탄에 파병된 그루지야 군인들이 부상한 아프간 군인을 병원으로 후송하기 위해 블랙호크 헬기에 태우고 있다. (자료사진)
아프가니스탄에 파병된 그루지야 군인들이 부상한 아프간 군인을 병원으로 후송하기 위해 블랙호크 헬기에 태우고 있다. (자료사진)
دافغانستان د امنیتي ځواکونو دننه په یوه برید کې دامریکا درې تنه عسکر وژل شویدي.

یوه کس چې پوځي یونیفورم یې اغوستی وه، د شنبی په ورځ یې په پکتیکا کې پرخپلو همکارو عسکرو ډزې وکړلې، اودرې تنه یې ووژل.

مخکی هم کله ناکله دافغانستان عسکرو پرنړیوالو عسکرو بریدونه کړیدي. د دغه راز بریدونو له امله د دواړو خواو ترمنځ اعتبار ته تاوان رسیدلی دی.


داسوشیتید پریس د پکتیکا د والي د دفتر په حواله لیکي په دغه پیښه کې دافغان عسکر او دهغه دروزونکي ترمنځ جنجال ددې سبب سو چې د پکتیکا د خیرکوټ په ولسوالۍ کې دغه افغان عسکر پرخپل نړیوال همکار باندې د شنبې په ورځ ډزې وکړي.

دوالي د دفتر وینا وايي چې په غوسه سوي عسکر درې تنه ووژل او درې تنه نور یې سخت ټپیان کړل. بهرنیو عسکرو پرهغه ډزې وکړلې او ویې واژه .
رپوټ وايي چې دغه عسکر له یاغیانو سره کوم ښکاره تړاو نه درلودی.

همدارنګه په یوه بل برید کې په لاسي بم باندې یو اېټالوی عسکر په لویدیځو برخو کې وژل شوی دی. دغه پیښه دفراه په ولایت کې شویده یو عسکر په کښي وژل شوی او درې تنه نور ټپیان شوي دي. برید کوونکي یولاس بم دهغوي زغره موټر ته ورګوزار کړی و. د دفاع وزارت وايي په فراه کې دا پېښه هغه وخت وشوله چې د یتالیې عسکر خپل مرکر ته راستنېدل.
XS
SM
MD
LG