د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو دفاعي بودیجه ۲۸۰ میلیارد ډالرو ته پورته کیږي


ناټو وايي د پنجشنبې په ورځ به د غړو له موافقې وروسته دا اعلان کړي چې کوم هېواد څومره پېسې ورکوي

د ناټو عمومي منشي وایي چې اروپايي غړي هیوداونه او کاناډا به د سازمان دفاعي بودیجه ۴.۳ فیصده لوړوي.

د ناټو منشي ینز سټولټنبرګ د چهارشنبې په ورځ دا خبره وکړه. د دغه کار هدف دا دی چې امریکا ته وښيي چې د ناټو نور غړي هېوادونو هم د دفاعي بودیجې پيټي ته اوږه ورکوي.

ولسمشر ټرمپ د مۍ په میاشت کې د ناټو له غړو وغوښتل چې دفاعي بودیجه لوړه کړي او باید هر غړی هېواد د خپلو ناخالصه تولیداتو دوه فیصده دفاعي برخې ته ځانګړې کړي.

په ۲۰۱۷ کال کې په دفاعي بودیجې کې زیاتوالی ددغه سازمان تر ټولو چټکه وده بلل کیږي، په ۲۰۱۵ کال کې هر غړي هېواد د خپلو ناخالصه تولیداتو ۱.۸ فیصده او په ۲۰۱۶ کال کې ۳.۳ فیصده، د ناټو په دفاعي برخې لګولې وه.

ناټو وايي د پنجشنبې په ورځ به د غړو له موافقې وروسته دا اعلان کړي چې کوم هېواد څومره پېسې ورکوي. په ۲۰۱۷ کال کې به د ناټو ټول لګښت ۲۸۰ میلیارده ډالر و چې د پخوا په پرتله به ۴۶ میلیارده زیات دي.

په ۲۰۱۶ کال کې د ناټو د ۲۷ اروپايي هېوادونو له ډلې یې یوازې څلورو هېوادونو برتانیا، یونان، پولنډ او استونیا، ټاکل شوې برخه ورکړې وه.

امریکا د ناټو د ګډې دفاع قوي ننګه وکړه

د امریکا د استازو خونې تقریبآ د رایو په اکثریت سره د ناټو د غړو هېوادونو د ګډې او مشترکې دفاع ننګه وکړه.

څو اونۍ مخکې ولسمشر دونالډ ټرمپ له ناټو سره پر همکاریو او د دغه سازمان پر ملاتړ شک ښودلی و، خو د استازو خونې تقریبآ د رایو په اتفاق سره له دغه سازمان سره د امریکا پر همکاریو او مرستو یو وارې بیا ټېنګار وکړ. د موجوده استازو له ډلې یې ۴۲۳ یې موافق او یوازې څلورو یې مخالفې رایې ورکړې. د امریکا د استازو خونې ۴۳۵ استازي لري.

د استازو په خونې کې د ولسمشر ټرمپ جمهوريت غوښتونکی ګوند اکثریت بلل کیږي. خو دوی د دغې خبرې ننګه هم وکړه چې د ناټو هر غړی دې تر ۲۰۲۴ کال پورې د خپلو داخلي ناخالصه عوایدو دوه فیصده دې د ناټو پر دفاعي برخې ولګوي.

د مۍ په میاشت کې ولسمشر ټرمپ په بروګسل کې د ناټو غونډې کې د دغه سازمان له مهمې برخې سره د مرستو یادونه ونکړه، بلکې تېنګار یې په دې و چې باید د ناټو نور غړي هم له سازمان سره ډېرې مالي مرستې وکړي، خو وروسته یې بیا وویل چې د ناټو مشترګې دفاع ننګه کوي.

XS
SM
MD
LG