د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو وايي د پرون راهیسې یې ١٣ عسکر وژل شوي


ناتو وایی چی په افغانستان کی یوه ورځ وروسته له هغه چی د هغوی لس عسکر په بیلابیلو حملو کی ووژل شول ، نن دری نور هم د بم په یوی حملی کی ووژل شول.

ناتو وایی چی د هغوی دوه عسکر نن دافغانستان په جنوب کی د بم په چاودنی کی او یو بل کس په همدی سیمه کی د سپکو وسلو په ډزو کی ووژل شول.

د دوشنبی په ورځ اوه امریکایان ، یو فرانسوی او دوه استرالیایی عسکر د افغانستان په ختیځ او جنوب کی په پنځو بیلابیلو حملو کی ووژل شول.

دا په افغانستان کی سږ کال د نړیوالو قواوو لپاره تر ټولو خونړۍ ورځ وه.

همدا شان پرون په کندهار کی د پولیسو د روزنی په مرکز باندی د طالبانو په یوی ځان مرگي حملی کی دوه د پولیسو روزونکی چی ملکی کسان وو ووژل شول،.

جگړه مارو طالبانو د ناتو په قواوو باندی پداسی حآل کی خپلو حملو ته زور ورکړی چی ناتو په کندهار کی د غټو عملیاتو لپاره آمادگی نیسی چی یاغیان د خپلو قوی مورچلو نه په شا وتمبوی.

ناتو ویلی چی د امریکا پنځه عسکر چی پرون د افغانستان په ختیځ کی ووژل شول هغوی د سړک د غاړی د بم په چاودنی کی وژل شوی وو.

د امریکا دوه نور عسکر هم په بیلابیلو حملو کی ووژل شول ، یو یی د بم په چاودنی کی او بل یی د ټوپکو په ډزو کی ووژل شو.

چارواکی وایی چی د ارزگان په ولایت کی د سړک د غاړی د بم په چاودنی کی دوه استرالیایی عسکر ووژل شول. په دی ډول سره د جگړه مارو طالبانو سره د استرالیا د عسکرو د مړو شمیر دیارلسو ته رسیږی.

د فرانسی حکومت وایی چی د هغوی عسکر د راکټ په حملی کی وژل شوی او دری نور فرانسوی عسکر هم پکی زخمی شوی دی.

XS
SM
MD
LG