د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو: د ننگرهار شیرزادو کې ملکیان وژل شوي


د ناټو قواوو نن ومنله چې د افغانستان په ختیځ کې یې د افغاني قواو سره یو ځای په عملیاتو کې په لسگونو ملکي خلک وژل شوی دي .

ناټو خپله اعلامیه وروسته د هغې خپره کړه چې د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي د ننگرهار په ولایت کې د ناتو د عملیاتو په دوران کې ملکي خلکو د وژل کیدو د راپورونو په هکله د تحقیقاتو امر وکړ.

ناتو وايي چې عسکر یې د شیرزادو د ولسوالئ په خوازه خیلو نومې کلی کې د طالبانو د یوه قوماندان پسی گرځیدل چې طالبانو پرې ډزې وکړې.

ناټو وايي چې ملکی خلکو دمرگ په باب راپورونه ډیر جدي گڼي او په دې اړه به تفتیش وکړي.

د ناټو یوه پوځي ویاند گریگ سمېت ددغې پېښی له امله خپل ژور خفگان څرگند کړی دی.

XS
SM
MD
LG