د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو وايي موقتي اټمي دفاعي سیستم یې په اروپا کې نصب کړی


د ناټو عمومي منشي اندراس فاغ راسموسن وايي چې دغه سازمان په اروپا کې په بریالیتوب سره خپل د میزایل دفاعي سیستم آزمویلی دی. ښاغلي راسموسن د وال سټریټ جورنال په یوې خپرې شوې مقالې کې ویلي دي چې ناټو پلان لري د روانې میاشتې په پای کې د ناټو په یوې غونډه کې خپل موقتي اټمي دفاعي سیستم اعلان کړي. نوموړي وویل چې دغه سیستم به بیا هم محدود وي خو یادشوی پرمختګ په اروپا کې د ناټو هېوادونو د دفاع دپاره لومړی اقدام دی چې کېږي.

ښاغلي راسموسن د بالیستیکي توغندیو پر ګواښ باندي ټینګار وکړ او وېویل چې د ۳۰ نه زیات هیوادونه اوس بالیستیکي ټیکنالوژي لري. نوموړي زیاته کړه چې ناټو په لومړي قدم کې غواړي ټولې ستونزې د ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي خو که چیري ځیني سرغړونکي او متجاوزین دغه راز هلې ځلې رد کړي نو دغه سازمان باید دې ته هم چمتوالی ولري چې د ځانه دفاع وکړي.

خو روسیه بیا په اروپا کې د توغندیو د دفاعي سیستم د نصب سره مخالفت لري او د پیل راهیسي دا وايي چې دغه اقدام د روسیې امنیت ته ګواښ پېښوي. د روسیې ددفاع وزیر د روانې میاشتې په پيل کې وویل چې روسیې، ناټو او د امریکا متحده ایالاتو په دې برخه کې تر اوسه پوري داسي حل لاره نه ده موندلې چې ټولو ته د قناعت وړ وي.

XS
SM
MD
LG