د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو د هغو انفرادي بریدونو په اړه چې د نړیوالو ځواکونو په ضد د افغان امنیتي عسکرو لخوا شوي ژوره اندیښنه ښودلې ده


د ناټو عمومي منشي د افغان دولت مخالفین روغې جوړې ته راوبلل
د ناټو عمومي منشي د افغان دولت مخالفین روغې جوړې ته راوبلل

ناټو -- د هغو انفرادي بریدونو په اړه چې د نړیوالو ځواکونو په ضد د افغان امنیتي عسکرو لخوا شوي ژوره اندیښنه ښودلې ده. د ناټو عمومي منشي، اندرس فاغ راسموسن پرون د جمهور ریس حامد کرزي سره تلفوني خبرې کړې او هغه ته یې دغه خبره کړې ده.

د ناټو ویانده، کارمین روماریو وویل چې جمهور ریس کرزي د ناټو عمومي منشي ته ډاډ ورکړي چې تر خپله وسه به هرهغه څه وکړي چې د دغه ډول بریدونو مخه ونیسي..

په روان عیسوي کال کې، په دغه ډول بریدونو کې د نړیوالو ځواکونو ۴۵ عسکر وژل شوي دی.
XS
SM
MD
LG