د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو په غزني کې سهوا افغان امنیت ساتونکي وژلي


ناټو په غزني کې سهوا افغان امنیت ساتونکي وژلي
ناټو په غزني کې سهوا افغان امنیت ساتونکي وژلي

ناټو دهغه رپوټ تحقیقات کوي چې وايی په هوايي برید کې یې اته افغان امنیتي ساتونکي وژلي دي.

د افغان پولیسو چارواکي وايي د ناټو په هوايي برید کې اته تنه افغان ساتونکي د غزني په ولایت کې اشتباها وژلي دي.

هغوی د نړیوالو عسکرو د یوه اکمالاتي کاروان ساتنه کوله او د وطن رسک دکمپنی له خوانه په بدرگه ورسره روان وو. چارواکی وايی چې دغه برېد د سه شنبی په ورځ د غزنی د گیلان اولسوالۍ کې شوېدی.

د ایتلاف نطاق جگړن مایکل جانسن امریکا غږ ته وویل ناټو ددې لپاره د هوايي برېد لپاره غږ وکړ چې ېوه ډله مشکوک یاغیان یې لیدلي وو چې د ناڅاپې برېد لپاره ځانونه چمتو کوی. هغه ووېل چې په دغه وخت کې دناټو لپاره د اکمالاتوکم کاروان په دې سېمه کې نه و.

جانسن وايي داېتلاف قواو وروسته بېا دغه سېمه وکتله او رپوټ ېې ورکړ چې ېومشکوک ېاغې په دغه بمباری کې وژل شوېدی او څوتنه نور زخمی شوېدی. په دغه ساحه کې وسله هم پېدا شوېده او ېوراکټ لانچر هم پکې و.

د یو بل رپوټ له مخې ناتو وایی د هغوی یو عسکر نن د سه شنبې په روځ د افغانستان په ختیځ کی د تعبیه شویو چاودیدونکو موادو په طرحه شوی برید کی وژل شوی دی.

په یوه بله خبر پاڼه کی راغلی چی ناتو په شمالی ولایت بغلان کی د تصفیوی پوځي عملیاتو په ترڅ کی څو تنه سختدریځي وژلی او زیاته اندازه وسله هم په لاس ورغلې ده.

XS
SM
MD
LG