د لاس رسي وړ اتصالات

په پکتیا کې د حقاني شبکې ستر قوماندان نیول شوی


په پکتیا کې د حقاني شبکې ستر قوماندان نیول شوی
په پکتیا کې د حقاني شبکې ستر قوماندان نیول شوی

ناتو وایي چي د افغانستان او ائتلاف یوې ګډي امنیتي قوې په افغانستان کي د حقاني د شبکې یو لوی قوماندان نیولی دی.

دغه نړیوال ائتلاف ویلي دي چي دغه قوماندان حاجي مالي خان د سه شنبې په ورځ د پکتیا په ولایت کي د عملیاتو په وخت نیول شوی دی.

ناتو وویل حاجي مالي خان چي د سراج او بدرالدین حقاني تره یا اکا دی، تیر کال په پکتیا کي د یاغیانو یو کمپ جوړ کړی و. ناتو مالي خان د حقاني د کورنۍ یو مهم او محترم مشر بللی دی.

ناتو دا هم ویلي دي چي مالي خان د حقاني د اډو د تنظیم چاري ترسره کولې او په افغانستان او پاکستان دواړو کي یې د عملیاتو او د یاغیانو چي د پاکستان نه افغانستان ته د تروریستي حملو د پاره اوړي څارنه کوله.

د ناتو اتحاد وایي چي د مالي خان په نیول کیدو سره د حقاني شبکې ته خاص تاوان رسیدلای سي. مالي خان د ناتو د عملیاتو په وخت کله چي ونیول سو، ښه پوره وسله وال و، مګر هغه بیله کوم مقاومت نه امنیتي قواو ته تسلیم سو. په دې عملیاتو کي د مالي خان مرستیال او د هغه یو ساتونکی او ډیر نور یاغیان هم نیول شوي دي.

ائتلاف وایي چي مالي خان د بیت الله مسعود او د حقاني د شبکې د مشرانو تر منځ آستازی و. خپله مسعود چي تیر کال ووژل سو، د تحریک طالبان پاکستان مشر و او په ٢٠٠٧ کال کي د صدراعظمي بینظیر بوتو د قتل تور پر لګیدلی و.

XS
SM
MD
LG