د لاس رسي وړ اتصالات

سفیر نیکولاس کی د ناټو د نوي ملکي استازي په توګه ټاکل شوی


ښاغلی کی اوس مهال په کابل کې د برتانیا سفیر په توګه دنده پرمخ وړي.
ښاغلی کی اوس مهال په کابل کې د برتانیا سفیر په توګه دنده پرمخ وړي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ کابل کې د بریتانیا سفیر سر نیکولاس کی، افغانستان لپاره د دغې ټولنې د ملکي نوي استازي په توګه ټاکلی دی.

د شمالي اتلانتیک تړون " ناټو" عمومي منشي د چهارشنبې د ورځې ناوخته ( لیندۍ ۱۴ مه) د کارنليوس زيمرمن پر ځای د سر نیکولاس کی د ټاکلو اعلان د ڼاټو د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې په پای کې وکړ.

ښاغلي سټولټنبرګ وویل " زه خوشاله یم، چې دا اعلانوم، چې ما سر نیکولاس کی د افغانستان لپاره د ناټو راتلونکی ملکي استازي په توګه ټاکلی دی".

هغه وویل، سرنیکولاس کی، افغانستان له نږدې پیژني.

ښاغلی کی، اوس مهال په کال کې د برتانیا د سفیر په توګه په دنده بوخت دی او ټاکل شوې، چې هغه به خپل نوی ماموریت د را روان میلادي کال د مارچ په میاشت کې پیل کړي.

د ناټو مخکینی ځانګړی استازی کارنليوس زيمرمن یو لوړ پوړی جرمني دیپومات وو، چې د ۲۰۱۷ کال د مارچ په میاشت کې یې خپل ماموریت پیل کړی وو.

په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت او هم د برتانیا سفارت هم په جلا جلا اعلامیو کې، افغانستان کې د ناټو د ملکي استازي په توګه د سفیر سر نیکولاس کی د ټاکلو خبر ورکړی دی.

د ناټو د قاطع ملاتړ په ماموریت کې شاوخوا شپاړس زره بهرني سرتیري، چې زیات شمیر يې امریکایان دي په دنده بوخت دي.

د یو کم شمیر امریکايي سرتیرو پرته چې افغان ځواکونو سره د اسلامي دولت یا داعش پر وړاندې په جګړه کې ونډه لري، نور بهرني سرتیري افغان ځواکونو ته د مشورې او روزنې په ماموریت بوخت دي.

ناټو په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د دغو ځواکونو د پوځي قومندان ترڅنګ، چې اوس مهال جنرال سکاټ ملر یې مشري کوي، یو لوړپوړې ملکي استازي هم لري، چې د ناټو د غړو هیوادونو له لوړپوړو دیپلوماتانو څخه د دوو کلونو لپاره دغه ماموریت لپاره ټاکل کیږي.

XS
SM
MD
LG