د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: هیله من یم افغانان سیاسي روغه جوړه وکړي


د ناټوعمومي منشي ینس سټالټنبرگ متحده ایالاتو ته د سفر په لومړۍ ورځ د جمهور رئیس اوباما سره ولیدل.
د ناټوعمومي منشي ینس سټالټنبرگ متحده ایالاتو ته د سفر په لومړۍ ورځ د جمهور رئیس اوباما سره ولیدل.

په بروکسل کې د ترورستي بریدونو نه دوه اونۍ وروسته، جمهور رئیس اوباما نن په سپینه ماڼۍ کې د ناټو له سرمنشي ینس سټالټنبرگ سره ولیدل او هغه ته یې د داعش د ځپلو په مبارزه کې ددې هیواد د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړ.

دواړه مشرانو د افغانستان په اړه هم خبرې وکړې او ښاغلي اوباما په افغانستان کې د ثبات د ټینگښت په ماموریت کې د ناټو د متحدینو ونډه فوق العاده وبلله.

د ناټو په کلنۍ غونډه کې چې څو میاشتې وروسته د پولنډ په پایتخت وارسا کې کیږي، د بحث یوه موضوع به افغانستان وي.

ښاغلي اوباما وویل "د [ناټو] ائتلاف د حکومت او د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي، د کا‏ري ظرفیتونو په لوړولو کار کوي، د طالبانو مخنیوی کوي، او د افغانانو سره د خپل هیواد د امنیت په ټینگښت کې مرسته کوي. هیله کیږي چې [افغانان] به یوې سیاسي روغې جوړې ته ورسیږي او په خپل هیواد کې د څو لسیزو شخړه او جگړه پای ته ورسوي."

د ناټو سرمنشي ینس سټالټنبرگ وویل چې دواړو مشرانو د نورو هیوادونو د ظرفیتونو پر لوړولو هم خبرې وکړې، چې متحد هیوادونه څنگه کولی شي په خپله ثبات ټینگ کړي او په خپلو سیمو کې د داعش پر ضد مبارزه وکړي.

ښاغلي سټالټنبرگ وویل چې د ظرفیتونو لوړول د ناټو د غړو هیوادونو په خبرواترو کې ډیر اهمیت لري.د متحده ایالاتو جمهور رئیس بارک اوباما نن په سپینه ماڼۍ کې د ناټو د سرمنشي ینس سټالټنبرگ سره گوري او تمه کیږي چې د داعش سره د گډې مبارزې په اړه به خبرې وکړي.

د سپینې ماڼۍ په اعلامیه کې لیکل شوي دي چې دواړو مشرانو د داعش د له منځه وړلو په اړه د متحدینو د کمپاین پر بریاوو هم خبرې وکړې.

په نورو دوه اړخیره خبرو اترو کې په اروپا کې د پناه غوښتونکو او یا کډوالو د بحران، په اوکراین کې د روسیې وروستی دریځ او په پولنډ کې د ٢٠١٦ کال د ناټو د سرمشرانو د غونډې د ایجنډا موضوعگانې شاملې وې.

سپینه ماڼی وایي چې متحده ایالاتو ته د سرمنشي سفر هغه اهمیت په ډاگه کوي چې د اتلانتیک د بحر څخه د پوري غاړې متحدین باید د نړیوال نظم پر ټینگښت کې خپل نقش ته ادامه ورکړي.

ټرمپ او ناټو

د ناټو سرمنشي په داسي وخت کې واشنگټن ته سفر کوي چې د سپینې ماڼۍ د پاره د جمهوري غوښتونکې گوند کاندید ډونلډ ټرمپ د ناټو تړون له یو معنی ائتلاف بللی دی. کاندید ټرټپ تیره اونۍ د بهرني سیاست باندې د په خبرو کې وویل چې که دغه تړون له منځه ولاړ شي، دی یې هیڅ پرواه نلري.

د شمالي اتلانتیک د امنیت تړون یا د ناټو ائتلاف د دوهمې نړیوالې جگړې څخه وروسته په ١٩۴٩ کال رامینځته شو چې یو هدف یې د پخوانۍ شوروي اتحاد څخه د ختیځو اروپایي هیوادونو ساتنه وه.

په دې ائتلاف کې متحده ایالات او د اروپا گڼ هیوادونه غړیتوب لري چې د دوی وروستی لوی پوځي ماموریت په افغانستان کې د القاعده له منځه وړل و. نن سبا دغه ماموریت د افغانستان پایداره ملاتړ نومیږي.

XS
SM
MD
LG