د لاس رسي وړ اتصالات

ناتو اروپا ته د مهاجرو د قاچاق پر ضد عملیات کوي


تیر کال څه دپاسه یو میلیون مهاجر اروپا ته تللي دي.
تیر کال څه دپاسه یو میلیون مهاجر اروپا ته تللي دي.

ناتو خپلې بېړۍ د اژه سمندرگي ته استوي چې د ترکیې او یونان سره د هغو قاچاقبرانو د جنایي شبکو پر وړاندې په مبارزه کې مرسته وشي چې مهاجر او پناه غوښتونکي په قاچاقي توگه اروپا ته انتقالوي.

د ناتو دغه نوی اقدام د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې د لومړي ځل لپاره د ناتو د غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو په غونډه کې طرحه شو چې هدف یې د دوهمې نړیوالې جگړې راوروسته د مهاجرت د روان کړکیچ پر وړاندې د تدابیرو نیول دي. تیر کال څه دپاسه یو میلیون پناه غوښتونکي اروپا ته رسیدليدي.

په لسگونو زره پناه غوښتونکي تیر کال اروپا ته د تللو په لار په سمندر کې غرق شول
په لسگونو زره پناه غوښتونکي تیر کال اروپا ته د تللو په لار په سمندر کې غرق شول

که څه هم چې دغه نوی پلان به د ناتو د جنرالانو له لورې و ارزول شي خو تر ډیره ممکن ده چې غړي هیوادونه به د ترکیې او یونان د ساحلي گارد او د اروپایي ټولنې د سرحدونو د ادارې سره په گډه له خپلو بېړیو نه کار واخلي.

د امریکا د دفاع وزیر اشتن کارتر په یو خبري کنفرانس کې وویل چې " اوس د جنایتکارانو یوه اتحادیه رامنځ ته شوی چې د فقیرو خالکو څخه گټه پورته کوي او د دوی دغه کار سازمان شوي قاچاقي عملیات دي."

د امریکا د دفاع وزیر وویل چې د ناتو د نوي ماموریت اصلي هدف د انساني قاچاق کوونکو د شبکو داسې په نښه کول دي چې د هغوی پر عملیاتو پوره اثر وغورځوي.

د سختې سړې هوا سره سره چې خطرناک سمندري سفر د بل هر وخت څخه زیات ستونزمن کوي اروپا ته د منځني ختیځ او شمالي افریقا د پناه غوښتونکو شمیر چې د خپلو سیمو څخه د جگړو او فقر له وجې تښتي نه دی کم شوی.

د جرمني په گډون زیات شمیر اروپایي هیوادونو د پناه غوښتنې په اړوند خپل قوانین او مقررات سخت کړي دي
د جرمني په گډون زیات شمیر اروپایي هیوادونو د پناه غوښتنې په اړوند خپل قوانین او مقررات سخت کړي دي

اروپایي ټولنې ترکیې ته درې میلیارده یورو مرسته برابره کړې چې د پناه غوښتونکو د ستونزې په چارو کې یې ولگوي او اروپا ته د مهاجرو د سیلاب مخه ونیسي، خو تر اوسه یې ډیر تاثیر نه دی کړی.

اروپا ته د تازه ورغلو مهاجرو زیات شمیر په جرمني کې اوسیږي،دې هیواد ژمنه کړې چې د ناتو د نوي ماموریت په چوکاټ کې د ترکیې او یونان سره مرسته وکړي. د امریکا متحده ایالاتو هم ددې ماموریت څخه د بشپړ ملاتړ ژمنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG