مامورین وايي توقع کیږي چې روسیه به د ناتو تړون ته اجازه ورکړي چې د خپلې خاورې نه افغانستان ته مواد انتقال کړي. دا نوی بدلون د روسیې او ناټو تر منځ په افغانستان کې د همکارئ یو مهم دلیل گڼل کیږي.
کله چې ناټو د روسیې په لاره باندې افغانستان ته د عسکرو لپاره د موادو انتقالول شروع کړي نو د پاکستان په لاره باندې چې ډیره خطر ناکه لاره ده، د ناټو اتکا کمه شي.
په دغه لاره باندې څو څو وارې طالبانو د ناټو پر اکمالاتي کاروانونو باندې حملې کړي دي.
د ناټو د تړون لپاره د روسیې استازي ډېمټري روگوزین نن وویل چې د موافقې له مخې ناټو کولای شي چې یوازی غیر پوځي اکمالات او مواد افغانستان ته د روسیې په خاروه باندې انتقال کړي او د وسلو د انتقالولو اجازه به ونه لري. ښاغلي روگوزېن د روسیې انټرفاکس خبري اژانس ته وویل چې د ناټو ټول اکمالات به یوازې د هوا له لارې په الوتکو کې انتقالیږي.
هغه وویل کله چې د ناټو قواوې د افغانستان نه بیرته راستنیږي نو د روسیې په خاوره باندې یې د وسلو د انتقالولو لپاره په یوه موافقه باندې غور کیږي او دا موافقه به په دې پورې اړه ولري چې د روسیې گمرکات او امنیتي ارگانونه څومره اجازه ورته ورکولای شي.
مسکو وايي غواړي چې په افغانستان کې د ناټو د تړون د قواوو سره خپله همکاري پراخه کړي ځکه چې دواړه یې په دغه هېواد کې یو لړ شریکې حياتي گټې لري.
د روسیې عسکرو د ناټو د قواوو سره یو ځای سږ کال په اکتوبر کې په افغانستان کې د مخدره موادو د له منځه وړلو په عملیاتو کی برخه واخېستله.
د روسیې جمهور رئیس ډېمټری مېډوېډیف به د پرتگال په پایتخت لېزبن کې د ناتو د مشرانو په غونډه کې گډون وکړي چې د بحث مهمه مسله به یې په افغانستان کې د ناټو او روسې همکاري وي.