په افغانستان کی د روسیی استاځي د ناټو پر غړو ملکونو له دې امله انتقاد کړی چې په افغانستان کې د مخدره موادو د قاچاق د مخنیوي لپاره د د مسکو له هڅو سره پوره مرسته نه کوي.
ذامیر کابلوف نن د انټرفاکس خبري آژانس سره په مرکه کی وویل چی په افغانستان کې د مخدره موادو د قاچاق د مخنیوي هلې ځلې ډیرې کمزوري دي.
کابلوف زیاته کړه چی روسیه د مخدره موادو د قاچاق په مخنیوی کی خپلو هلو ځلو ته په منظمه توگه ادامه ورکوي.
خو هغه د ناتو په انډیولو ملکونو له دې امله انتقاد وکړ چې دده په خبره هغوی د عملي اقداماتو په ځای یوازې ناظرین مؤظف کوي او بس.
کابلوف دا هم وویل چی اروپایان داسې گمان کوي چې اروپا ته به د افغانستان نه قاچاق شوي مخدره مواد ژر ونه رسیږی ځکه چی د هغه په قول روسیه په مخکی پرته ده او دوی ته به د دی مخدره موادو د ورتگ مخه ونیسی.
هغه زیاته کړه چی امریکا په دې اړه کمه اندیښنه لری او هغوی د کولمبیا د کوکایینو او لابراتواري موادو په اړه زیاته اندیښنه لري او د افغانستان نه د هیروینو د قاچاق په اړه هومره اندیښنه نلري.