د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه په نړۍ کې د متحدو ایالتونو ګټې ګواښي


جنرال بریدلف وایي روسیه او ملګرې ېې، سوریه په قصدي ډول له ګډوالو څخه د وسلې په توګه پر اروپايي جورښتونو د فشار په خاطرګټه اخلي.
جنرال بریدلف وایي روسیه او ملګرې ېې، سوریه په قصدي ډول له ګډوالو څخه د وسلې په توګه پر اروپايي جورښتونو د فشار په خاطرګټه اخلي.

جنرال بریدلف چې د سې شنبې په ورځ ېي د مشرانو جرګې د وسله والو ځواکونو جرګه ګۍ ته وینا کوله امریکایي قانون جوړونکو ته ېي خبرداری ورکړ چې مسکو د اروپا او منځني ختیځ په ګډون په ټوله نړۍ کې د واشنګټن ګټو ته ګواښ پېښ کړی دی.

نوموړي وویل "روسیه غواړي چې په نړۍ کې د خپلې رهبرۍ رول له سره ورغوي. روسیه متحده ایالتونه او ناټو د خپلو موخو پر وړاندې ګواښ ګڼي او له همدې امله غواړي زموږ ترمنځ یووالی له منځه یوسي. "

له بلې خوا جنرال بریدلف له منځني ختیځ څخه اروپا ته د ګډوالو پر راتګ اندېښنه وښوده.

نوموړی چې د امریکا د هوايي ځواکونو جنرال هم دی وايي، روسیه او ملګرې ېې، سوریه په قصدي ډول له ګډوالو څخه د وسلې په توګه پر اروپايي جورښتونو د فشار په خاطرګټه اخلي څو د اروپا روحیې او هوډ ته زیان ورسوي.

د جنرال بریدلف په وینا د سورېې په جګړه کې د روسیې شاملیدل ستونزه لاپېچلې کړې ده.

هغه وویل "نن د داعش ډلې پر وړاندې په مبارزه کې روسیې ډیر لږ څه ترسره کړي دي. "

پر همدې حال کارپوهان په داسې حال کې چې د روسیې ګواښ نه رد وي، باور لري چې متحده ایالتونه او روسیه به سړې جګړې ته نه ورګرځي.

دوي وايي چې د تیلو د بیو په تيټیدو، د اروپا لخوا بندیزونه او کمزوري اقتصاد سره روسیه نه شي کولای لویدیځ وننګوي.

احمد شکېب دوست، امریکا غږ

XS
SM
MD
LG