د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو: ننګرهار کې د تلاشئ پر وخت یو پولیس او یوه نجلۍ وژل شوي


Papa Francis akiwapungia mkono waumini alipokuwa anawasili kwenye uwanja wa Saint Peter huko Vatican, March 19, 2013.
Papa Francis akiwapungia mkono waumini alipokuwa anawasili kwenye uwanja wa Saint Peter huko Vatican, March 19, 2013.

ناټو وايي چې افغان او اېتلافي ځواکونو پرون د طالبانو د ېوه قوماندان د نیولو لپاره د خپلو مشترکو عملیاتو په لړ کې د یوه کور د تلاشئ پر وخت یو تن افغان پولیس او نجلۍ ویشتلي دي.

د ناټو ېوه مطبوعاتي بېانېه چې نن یې خپره کړې ده وایي چې د ننګرهار په ولایت کې د تلاشئ پر وخت د طالبانو د قوماندان دپټېدلو په ځاې کې یوه سړي د ایتلاف عسکرو ته د ټوپک ګواښ وشو، عسکرو نوموړی وویشته چې بیا وروسته د تحقیقاتو نه څرګنده شوه چې نوموړی په خپله هم د ملي پولېسو غړی و.

د ناټو بیانیه زېاتوي کله چې دکور تلاشي اخیستل کېده نو ېوه نجلۍ هلته موجود وه، چې دعسکرو په لېدولو سره هغې د کور شا ته منډه کړه. عسکرو ګومان وکړ چې ټوپک به ورسره وي نو سمدستي ېې هغه هم وویشتله.

د ناټو ېوه مامور نن ددغې نجلۍ د وژلو له امله معذرت وغوښته او ویې ویل ناټو کوښښ کوي چې دافغان ځواکونو په مرسته او همکارئ په دې اړه پلټنې وکړي او د وژلو سبب یې معلوم کړي ترڅو په راتلونکې کې بیا دغه شان پېښه رامنځ ته نشي.

د افغانستان جمهور رییس څو څو وارې دناټو دعسکرو په لاس د ملکي وګړو په وژلو باندې انتقاد کړې او سږ کال په مارچ کې ېې په افغانستان کې دناټو عمومي قوماندان ته ووېل چې دملکي خلکو وژل کیدل نور د منلو وړ نه دي.

XS
SM
MD
LG