د لاس رسي وړ اتصالات

راسموسن: د میزایلو دفاعي سیستم د روسیې په ګټه دی نه په تاوان


راسموسن: د میزایلو دفاعي سیستم د روسیې په ګټه دی نه په تاوان
راسموسن: د میزایلو دفاعي سیستم د روسیې په ګټه دی نه په تاوان

د امریکا د باندنیو چارو وزیره هیلري کلینټن پرون د چارشنبې په ورځ بروسل ته ورسیده چې د ناټو په یوې دوې ورځنۍ غونډې کې برخه واخلي. مخکي له دینه چې اصلي غونډه پیل شي میرمن کلینټن د ناټو د عمومي منشي فاګ راسموسن سره وکتل او د روسیې په ګډون یې پر یو لړ مسایلوباندي خبري وکړې.

پرون د چارشنبې په ورځ د ناټو لوړ پوړو چارواکو وویل چې د روسیې هغه ویره چې په لړ کې یې د ناټو د اټمي دفاعي سیستم پرضد غواړي په یو لړ ځوابي اقداماتو باندي لاس پوري کړي بې اساسه ده او د پیسو ضیاع ده. دوي وویل چې د روسیې دغه اقدامات به د یوه مصنوعي دښمن پرضد وي.

د ناټو د باندنیو چارو وزیران هیله مند دي چې د روسیې د باندنیو چارو وزیر سیرګي لاروف ته به د ناټو د اټمي دفاعي سیستم د نصبولو په هکله د ناټو په دوه ورځنۍ غونډه کې چې نن د پنجشنبې په ورځ پيلېږي قناعت ورکړي. په دې برخه کې پرمختګ په وروستیو میاشتو کې وروسته له هغه نه چې په ماسکو کې د ناټو پرضد افکار راپورته شول سوکه شوی دی.

په دې ورستیو کې د روسیې ولسمشر ډیمیتري میدویدیف خبرداری ورکړ چې که چیري واشنګټن خپل دې پلان ته ادامه ورکړي نو روسیې به یې پرضد په ځوابي تدابیرو لاس پوري کړي. د روسیې د مخالفت برسیره د ناټو غړي هیوادونه هیله مند دي چې په دې به وتوانېږي چې د روسیې سره د مسلې په اړه اختلافات حل وفصل کړي او دغه هیواد د یادشوي پلان په برخه کې همکارۍ ته وهڅوي.

د بریتانیې د باندنیو چارو وزیر ویلیم هاګ داسي وویل: ،،هو، مونږ د ولسمشر میډویډیف وینا واوریده چې د نومبر پر ۲۳ مه نېټه یې وکړه او هغه د ناټو د پاره مایوسونکې وه خو لکه څنګه چې ما وویل زمونږ وړاندیز اوس هم په اصطلاح د میز پر سر دی. مونږ به پر دغو مسایلو باندي نن خبري وکړو او په راتلونکې کې به هم په صبر او حوصلې سره پرې بحث او مزاکرې وکړو.،،

ښاغلي هاګ زیاته کړه چې د ناټو او روسیې ترمنځ دمخه لا مهمې همکارۍ شته چې په کښي د افغانستان ماموریت شامل دی، د مخدره موادو سره ګډه مبارزه شامله ده او دغه راز د سمندري غلاګانو پرضد ګده همکاري شامل ده . نن به په غونډه کې پر دې ټولو بحث وشي، بله مهمه برخه د اټمي دفاعي سیستم موضوع ده چې په هکله یې د ناټو او روسیې ترمنځ همکاري ستراتيژیک اهمیت لري.

د یادونې وړ ده چې ناټو غواړي د اروپا نه ددفاع په خاطر اټمي دفاعي سیستم فعاله کړي چې د ایران په شان هیوادونو د ګواښ نه خوندي پاته شي خو روسیې بیا وايي چې ددغه دفاعي سیستم هدف روسیه ده.

تیره میاشت د روسیې ولسمشر میډویډیف خبرداری ورکړ چې د روسیې په کالنیګرات کې به چې د ناټو سره په سرحد کې پرته سیمه ده، داسي اټمي میزالونه ځای پرځاي کړي چې د ناټو معادل وي او دغه راز د رادار یو سیستم به هم فعاله کړي چې د برید مخکي د مخکي خبر ورکړي ترڅو امریکا د خپل پلان څخه تیره شي.

په عین حال کې د ناټو عمومي منشي فاګ راسمون د روسیې اندېښنه بې ځایه وبلله او وویل چې په دې برخه کې اساسي سوْ تفاهم موجود دی.

هغه داسي وویل: ،،نن د ۳۰ نه زیات هیوادونه پر دې کار کوي چې میزایلونه جوړ کړي چې ددغو میزایلونو له جملې نه ځیني یې کولای شي د ناټو مربوط سیمې په نښه کړي. په همدغه دلیل ناټو پریکړه کړې ده چې خپل سیستم جوړ کړي. دغه سیستم روسیې ته ګواښ نه پېښوي نه ستراتيژیک توازن ته تاوان پېښوي. زمونږ په شان روسیه هم د عین ناحیې نه د ګواښ سره مخامخ ده نو دا به پرځای او منطقي کار وي چې مونږ ټول په ګډه په دې برخې کې کار وکړو. مونږ به په دې هکله د نن ورځې په غونډه کې بحث وکړو او دغه راز په راتلونکو میاشتو کې به هم پرې بحث او مزاکرې وکړو. ښاغلو او آغلو د روسیې او ناټو ترمنځ ملګرتیا یو ښه نه بلکې یو ضروري او حتمي کار دی.،،

دغه راز د جرمني د باندنیو چارو وزیر هم د روسیې د وروستي غبرګون په هکله وویل چې د ولسمشر میډویډیف سخت لفظونه نشي کولای چې پر هغو ښو همکاریو باندي پرده واچوي چې مونږ د یې روسیې سره په بیلابیلو برخو کې لرو لکه د افغانستان مسله او دغه راز نورې سیمې ایزې مسلې.

د یادونې وړ ده چې ناټو د تیر کال په غونډه کې پر دې باندي هوکړه وکړه چې د امریکا په ډیزاین د میزایلو ضد سیستم به منظور کړي او پولنډ، هسپانیې، ترکیې او رومانیې هوکړه وکړه چې په خپله خاوره کې به ددغه سیستم د ځینو برخو نصبولو ته اجازه ورکړي. د روسیې سره په دې برخه کې مزاکرات هغه وخت په ټپه ودریدل چې ناټو روسیې ته د دې تضمین ورنکړ چې ددغه سیستم څخه به هیڅکله د روسیې د دفاعي سیستم د کمزوري کولو او مقابله کولو په خاطر کار نه اخیستل کېږي.

XS
SM
MD
LG