د لاس رسي وړ اتصالات

زندان کې د روسیې د حکومت د مخالف سیاستوال د مسموم کیدو احتمال


د روسیې د حکومت مخالف مشر الکسي نوالني

د روسیې د حکومت د مخالف مشر الکسي نوالني خصوصي ډاکتره وایي ددې احتمال شته چې ښاغلی نوالني په زهرجنو موادو مسموم شوی وي.

ډاکتره اناستاسیا ولیلیویا وویل: "مونږ دا نشو رد کولای چې د ښاغلي نوالني پوټکي د یوې نااشنا زهرجنې کیمیاوي مادې سره تماس نه وي کړی او زیانمن شوی نه وي".

هغی وویل دا نده څرگنده چې ددې موضوع شاته د چا او د کومې ډلې لاس دی.

ښاغلی نوالني د ٣٠ ورځو لپاره زنداني شوی او د جولای په ٢٨ (زمري ٦) د سخت جلدي حساسیت په وجه روغتون ته ولیږدول شو.

د روسیې د حکومت ددغه مخالف مشر یو ویاند وویل چې ښاغلی نوالني پداسې حال کې روغتون ته انتقال شو چې څیره یې پړسیدلې وه.

ښاغلی نوالني له درملنې وروسته بیرته زندان ته انتقال شوی دی.

هغه وروسته له هغې په ٣٠ ورځو بند محکوم شو چې د شنبې په ورځ یې په مسکو کې د مظاهرو غږ وکړ. د مظاهرو په ترڅ کې پولیسو ١٣٠٠ کسان ونیول او پولیسو همداشان د مظاهره کوونکو په وړاندې د زور زیاتې نه کار واخیست.

XS
SM
MD
LG