د لاس رسي وړ اتصالات

د نوازشریف صحت د اندیښنې وړ دی؟


د پاکستان په مطبوعاتو کې رپورټونه خپاره شویدي چې د پاکستان د پخواني صدراعظم نوازشریف په زندان کې صحت ډیر سخت خراب شوی دی.

د پاکستان د انگلیسۍ ورځپاڼه ایکسپرس ټریبیون لیکي چې د موقتي حکومت کې ورته سرچینو ویلي د نوازشریف صحت جدي دی او د هغه ډاکټر وایي چې ژر تر ژره یې روغتون ته انتقال کړۍ.

دغه ورځپاڼه زیاتوي چې ممکن ده د نوازشریف پښتورگي کار پریږدي.

د اسیا نیوز په خپل ټویټر لیکلي چې ​د پخواني ضدراعظم نوازشریف صحت ورځ تربلې په خرابیدو دی. هغه ډاکټران چې په زندان کې یې د هغه معاینه کړیده، وایي چې د هغه صحت ښه نه دی.

د نوازشریف ورور شهباز شریف هم څو ورځې مخکې د پاکستان موقت صدراعظم ته په یو لیک کې خواست کړی و چې نوازشریف د شکرو او د زړه ناروغي لري او باید د هغه ډاکټر اجازه ولري چې هغه هره ورځ دوه ځله معائینه کوي. هغه زیاتوي چې په زندان کې دا ډول سلوک به د هغه صحت نور خراب کړي.

د پاکستان د مسلم لیگ نون گوند نورو غړیو هم د پاکستان د حکومت نه خواست کړی چې نوازشریف ته دې هره ورځ د ډاکټر د لیدو اجازه ورکړي.

د پاکستان حکومت تروسه پورې د نوازشریف د صحت د خرابیدو رپورټونه ندي تائید کړي.

XS
SM
MD
LG