د لاس رسي وړ اتصالات

'د کورنیو چارو د وزیر د وژنې پلان جوړوونکي ونیول شول'


'د کورنیو چارو د وزیر د وژنې پلان جوړوونکي ونیول شول'
'د کورنیو چارو د وزیر د وژنې پلان جوړوونکي ونیول شول'

د ملي امنیت ریاست وايي، نیول شوي ۸ تنه د حقاني ډلې پورې اړه لري.

ددې ریاست ویاند لطف الله مشعل په کابل کې خبریالانو ته وویل دا ډله یې د پکتیا په ولایت کې نېولې چې درې د پولیسو منصبداران هم پکې شامل دي.

مشعل زیاته کړه چې دې ډلې غوښتل د کورنیو چارو وزیر ترور کړي او ترڅنګ یې پدغه ولایت کې په ګڼو ځانمرګو بریدونو کې هم لاس درلود.

لطف الله مشعل، د ملي امنیت ویاند: ‪"‬دغه ډله چې د پکتیا په ولایت کې ځای په ځای شوې وه او د پولیسو په صفوفو کې رخنه کړې وه تاسې ولیدل چې دلته د پولیسو یو افسر او دوه سرتیري ورسره ول دوی یو غټ ترورستی پلان طرحه کړې وه هدف یې دا وو چې د کورنیو چارو وزیر چې په پام کې وه پدغو ورځو کې لاړ شي د ګردیز د پولیسو له اکاډمۍ نه، امنيي قومندانۍ نه او د پولیسو له وضعیت نه لیدنه وکړي دده لپاره دا پلان وو له نېکه مرغه د ملي امنیت د بیدارو مؤظفینو له خوا دا دسیسه کشف شوه.‪"‬

مشعل دا ډول د پاکستان له لوري د توغول شویو توغندیو په اړه وویل چې کره ثبتونه لري چې دا توغندي د پاکستان د نظامیانو دي او په بل هیڅ چا پورې تړاو نه لري.

مشعل دا هم وویل چې د امنیت د انتقال بهیر ته پورته تیاری نیول شوی دی. ټاکل شوې ده چې په افغانستان کې له نړیوالو قواوو څخه افغان قواوو ته د امنیت د مسولیت انتقال په راتلونکي څو ورځو کې پیل شي.

XS
SM
MD
LG