د لاس رسي وړ اتصالات

ملي امنیت: طالبانو سره د تماسونو په اړه خپاره شوي رپوټونه ناسم دي


طالبانو لا افغان حکومت سره د سولې د خبرو په اړه په خپرو شوو رپوټونو تبصره نه ده کړې
طالبانو لا افغان حکومت سره د سولې د خبرو په اړه په خپرو شوو رپوټونو تبصره نه ده کړې

د افغانستان ملي امنیت عمومي ریاست د طالبانو له چارواکو سره د دغه ریاست د مشر محمد معصوم ستانکزي د تماسونواو ټیلیفوني خبرو په اړه خپاره شوي رپوټونه ناسم بللي او ویلي دي چې اصلآ له وسله والو طالبانو سره دغسې کوم تماسونه نه دي نیول شوي.

د افغانستان د ملي امنیت په ریاست کې یوې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې طالبانو له مشرانو سره د محمد معصوم ستانکزي د ورځنیو تماسونو او سولې له بهیر سره د طالبانو د یوځای کېدو لپاره د دغې ډلې له مشرانو سره د ټیلیفوني خبرو او تماسونو په هکله چې په رسنیو کې رپوټونه خپاره شوي سم نه دي او دا اداره د دغسې اړیکو شتون او خبرې په کلکه ردوي.

تیره ورځ د "اې پي" خبري اژانس په یو خپور شوي رپوټ کې ویلي چې د طالبانو او افغان حکومت د چارواکو تر منځ د خبرو په هکله یې یو سند تر لاسه کړی چې په کې ویل شوي "طالبان ظاهراً"دې ته چمتو شوي چې د افغانستان اساسي قانون ومني.

"اې پي" خبري اژانس دا هم ویلي چې له طالبانو سره په دې خبرو کې د افغانستان پر اساسي قانون او د ښځو د تعلیم په هکله چې د طالبانو د واکمنۍ په موده کې پرې بندیز لګیدلی وو هم خبرې شوي دي.

همداشان "اې پي" اژانس په دغه رپوټ کې د ښاغلي ستانکزي او طالب چارواکو ترمنځ د موقتي حکومت د جوړېدو او ټاکنو ترسره کېدو په باب د خبرو جزئیات هم خپاره کړي او ادعا یې کړې چې طالبانو د موقتي حکومت جوړېدو او بیا ټاکنو کې ګډون ته غاړه ایښې ده.

د طالبانو ډلې د دغې ډلې د جوړیدو راهیسې تر اوسه په څرګنده په ټاکنو کې خپل برخه اخیستل نه دي تائید کړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا هم په یوه اعلامیه کې د طالبانو سره د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار مجمد حنیف اتمر خبرې او تماسونه ردکړي او ویلي دي، چې د سولې خبرې د افغانستان د سولې د عالې شورا له خوا ترسره کیږي چې ښاغلی اتمر یې هم ملاتړ کوي.

په بیان کې د اې پي خبري اژانس له خوا د ښاغلي اتمر او د طالبانو د چارواکو ترمنځ د تماسونو په باب خپور شوی رپوټ هم رد کړی دی.

د افغانستان د چارو یو کارپوه وحید مژده وايي چې طالبان لا هم په ټاکنو کې ګډون ته چمتو نه دي.

وحید مژده امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې تر هغې چې دا اعلان و نه شي او دا معلومه نه شي، چې خبرې په کومه کچه او له د کوم طالب چارواکي سره شوي د طالبانو سره د افغان حکومت د خبرو په باب په خپرو شوو رپوټونو باور نه شي کیدلی.

هفه وايي چې د امریکا د جمهوررئیس ډونالډ ټرمپ د نوې ستراتیژۍ د اعلان وروسته دې دا نه ګڼي چې ګوندې طالبان دې له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر شي.

د سیاسي چارو دا کارپوه وایي چې د دې د معلوماتو له مخې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ هیڅ خبرې نه دي شوي.

همداشان طالبانو لا د "اې پي" خبري اژانس د رپوټ په هکله تراوسه غبرګون نه دی ښودلی.

XS
SM
MD
LG