د لاس رسي وړ اتصالات

منډیلا د معایناتو په خاطر په روغتون کې بستر شوی دی


په جنوبي افریقا کې چارواکي وایي، پخوانی ولسمشر نیلسن منډیلا بیگا شپه د پریتوریا په یوه روغتون کې تیره کړه. ښاغلی منډیلا هلته د طبي معایناتو لپاره بستر شویدی.

ولسمشر جکوب زوما نن سهار د هغه پوښتنې ته ورغی او وې ویل چې د نوبل د سولې د جایزی وړونکی نیلسن منډیلا ښه او آرام و.

د ولسمشر جکوب زوما دفتر مخکي ویلي و چې دغه 94 کلن پخوانی رهبر چې ډیر بوډا شویدی د طبي معیایناتو لپاره بستر شویدی، خو نوره کومه ویره نه ده موجوده.
خو د جنوبي افریقا ولس ددغه پخواني رهبر په هکله اندیښمن دی.

نن په سویتو کې خلکو په کاتولیکې کلیسا کې دعا گانې وکړې چې منډیلا ښه وي.
منډیلا ډیر ضعیف شویدی او له دې کبله څوکاله وشول چې په عام محضر کی نه دی لیدل شوی. د فبرورۍ په میاشتې کې هم د گیډې د تکلیف له امله بستر شوی و.

ښاغلی منډیلا د جنوبي افریقا لومړنی تورپوستی دی چې په 1994 کې ولسمشر شو. د ولسمشر کیدوه نه مخکې د نژادي تبعیض په خاطر د خپلی مبارزی له کبله 27 کاله په بند کې تیر کړی و.
XS
SM
MD
LG