چارواکي وایی چی نن د نیپال په پایتخت کتماندو کی یوه وړه الوتکه رالویدلې او ١۴ تنه پکې وژل شوي دي.
د هوایی ډگر مسؤلین وایی چی په وژل شوو کسانو کی څلور امریکایان ، یو جاپانی او یو کس برتانوی یا آیرلنډئ دی او نور نیپالي اتباع دي.
په دغه الوتکه کی درې کسه عمله او ١١ مسافر سپاره وو او د خرابې هوا له کبله یې د نیپال په ختیځ کی د لوکلا په سیمه کې سقوط وکړ.
د الوتکې د لویدو سیمې ته د ژغورنې د عملی ورتگ د ستونزو سره مخامخ شوی خو د سیمې کلیوال د پیښې سیمې ته ورغلي دي.