د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د جمعې په ورځ، فبروري ۲۱ (کب درېیمه) حماس تورن کړ چې د اوربند له تړون څخه یې ناوړه او ظالمانه سرغړونه کړې چې د شیري بیباس په نوم اسرئیلۍ یرغمل شوې ښځه یې نده ستنه کړې.
نتنیاهو په یو ویډیويي پیغام کې خبرداری ورکړ چې حماس به ددې کار قیمت ادا کړي. هغه وویل: "موږ به قاطعانه عمل وکړو ترڅو شیري او خپل ټول بندیان، که هغه ژوندي دي او که مړه، کور ته راوړو او ډاډ ترلاسه کړو چې حماس له تړون څخه د دې ظالمانه او ناوړه سرغړونې بشپړ قیمت ادا کړي."
په اسرائیل کې د ۲۰۲۳ په اکتوبر کې د یو برید په مهال، د حماس اورپکو هغه صحنه فلمبرداري کړې او وروسته یې خپره کړې چې د غزې پولي ته څېرمه له یو کور څخه د بیباس د کورنۍ غړي یرغمل کوي.
حماس د پنجشنبې په ورځ د څلورو اسرائیلیانو جسدونه د سره صلیب له لارې اسرائیل ته وسپارل. حماس وویل چې په دې کې د شیري بیباس په نوم ښځه او د هغې د دوه ماشومانو برسېره یو ۸۳ کلن نارینه شامل و.
په داسې حال کې چې د اسرائیل عدلي طب له خوا د بیبا د ماشومانو او د یرغمل شوي سړي هویت تائید شوی، خو ویلي یې دي چې څلورم جسد د شیري بیباس نه و.
حماس ادعا کړې چې شیري بیباس په غزه کې د جګړې په پیل کې وژل شوې، خو اسرائیل هیڅکله د هغې مړینه نه ده تائید کړې.
نتنیاهو وویل چې څلورم جسد په حقیقت کې د غزې د یوې ښځې دی. هغه وویل: "د حماس د شیطانانو ظلم هیڅ حد نه لري."
هغه وویل: "نه یوازې دوی [حماس] ددغو ماشومانو پلار، یاردین بیباس د هغوی ځوانه مور، شیري، او دوه کوچني ماشومان په ناوړه توګه تښتولي، بلکې دوی ددغو کوچنیو فرښتو سره د شیري په راستنولو کې هم پاتې راغلل، او د هغې پر ځای یې د غزې د یوې ښځې جسد په تابوت کې ایښی دی."
د حماس لخوا د کفیر او ایریل په نوم دغه دوه یرغمل شوي ماشومان او د هغوی مور په اسرائیل کې د خلکو د یرغمل کېدو په سمبول بدل شوي دي.
هغه مهال ایریل څلور کلن او کفیر نهه میاشتنی او ترټولو د ټیټ عمر لرونکی یرغمل و. د هغوی پلار د روانې میاشتې په پیل کې پرېښودل شو.
د یرغمل شويو کسانو د ازادولو لپاره په اسرائیل کې یوې فعالې ډلې د جمعې په ورځ له دې کبله اندېښنه وښودله چې حماس د شیري بیباس له سپارلو څخه ډډه کړې ده.
د یرغمل او ورکو شویو کورنیو د فورم په نوم دغې ډلې په یو بیان کې وویل: "موږ د دې خبر له امله ویرېدلي او ناهیلي شوي یوو چې د دوی مور، شیري، د [اوربند] د تړون او زموږ د هیلو سره سره بیرته نه ده راستانه شوې."
دا لومړی ځل دی چې حماس د یرغمل کسانو جسدونه سپاري. حماس ادعا کړې چې دا کسان د هغوی د ساتونکو سره یو ځای د اسرائیل په هوايي بمباریو کې وژل شوي دي.
د حماس اورپکو دغه جسدونه سره صلیب ته سپارلي او وروسته له غزې څخه اسرائیل ته لیږدول شوي، چیرې چې په لسګونو کسانو ورته انتظار کاوه.
د اسرائیل او حماس ترمنځ د شپږو اونیو اوربند دوه اونۍ پاتې دي او دواړه خواوې تراوسه ددې اوربند د غځولو په اړه موافقې ته ندي رسېدلي.
د حماس اورپکو د ۲۰۲۳ د اکتوبر په اوومه په اسرائیل کې په یو برید کې، د اسرائیلي مقاماتو په خبره، ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۰ نور یې یرغمل کړي. چارواکي وايي، په لسګونو یرغمل اوس هم په غزه کې پاتې دي.
په ځواب کې، د حماس خلاف په غزه باندې د اسرائیل په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې، د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، له ۴۷۰۰۰ څخه زیات کسان وژل وشي او له ۷۰ سلنه زیاتې ودانۍ ویجاړې شوي دي.
ددې راپور ځینې معلومات له اسوشیتد پرس او فرانس پرس اژانسونو څخه اخیستل شوي.
فورم \ دبحث خونه