د لاس رسي وړ اتصالات

نتنیاهو: تر جګړې وروسته د غزې ټول امنیت اسرائیل په غاړه اخلي


د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو، دوشنبه نومبر شپږمه (لړم ۱۵) وویل چې په غزې کې د حماس ډلې سره د جګړې پای ته رسیدو وروسته به ددې تړانګې د ټول امنیت مسؤلیت تر "نا محدودې" نیټې پورې د اسرائیل په غاړه وي.

نتنیاهو د "اې بي‌ سي" تلویزیون سره په مرکې کې وویل" " کله چې مونږ امنیتي مسؤلیت ونلرو، د حماس ترهګري به پداسې شکل پیدا شي چې مونږ یې تصور هم نشو کولی."

سره له دې چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونيو ګوتریش په ګډون د نړۍ ګڼ شمیر مشرانو په غزې کې د جګړې بندیدو غوښتنه کړې تر څو مرستندویه مواد پدې تړانګې کې ګیر پاتې شویو عامو خلکو ته ورسیږي، خو د اسرائیل صدراعظم پدې مرکې کې وویل چې د اوربند ملاتړ نه کوي.

هغه یو ځل بیا پخپلې خبرې ټینګار وکړ چې د حماس ډلې لخوا د ټولو برمته شویو کسانو د خوشې کیدو پرته به په غزې کې اوربند ونکړي.

د اسرائیل مشر وویل، چې عمومي اوربند نکوي خو د "تاکتیکي یا څو ساعتونو" لپاره وقفې یې پخوا هم کړیدي.

د غزې د عامې روغتیا وزارت مسؤلینو د دوشنبې په ورځ وویل د تیرې اکتوبر میاشتې ۷ مې نیټې راپدیخوا چې د اسرائیل پوځ د حماس د برید څخه وروسته هوایي بمبارۍ پیل کړي، د غزې په تړانګې کې ۱۰ زره کسان وژل شویدي چې ډیری یې میرمنې او ماشومان دي.

خو د اسرائیل صدراعظم ددې ارقامو سره اختلاف څرګند کړ او په مرکې کې وویل چې زرګونه وسله وال هم پدې بمباریو کې وژل شوي.

سعودي عربستان کې د غزې په هکله غونډه

د اسرائیل صدراعظم داسې مهال په غزې کې د اوربند سره مخالفت ښیي، چې ټاکل شوې راتلونکې یکشنبه د سعودي عربستان په پایتخت ریاض کې د غزې په هکله د اسلامي همکارۍ سازمان لخوا د مشرانو یوه غونډه جوړه شي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي به هم پدې غونډې کې برخه واخلي.

دا به د تهران او ریاض تر منځ د ډپلوماتیکي اړیکو عادي کیدو وروسته لومړی ځل وي چې ښاغلی رئیسي سعودي عربستان ته ځي.

د دې غونډې نه یوه ورځ وړاندې په ریاض کې د عرب لیګ سازمان غړيو هیوادونو مشران هم راټولیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG