د لاس رسي وړ اتصالات

پر اسراییل راکتي برید، واشنگتن ته د نتیاهو سفر لنډ کړ


بینیامین نتنیاهو امریکا ته د اسراییلو په پلوي په یوې غونډې کې د گډون لپاره راغلی و
بینیامین نتنیاهو امریکا ته د اسراییلو په پلوي په یوې غونډې کې د گډون لپاره راغلی و

د اسراییلو صدراعظم بینامین نتنیاهو د دوشنبې په ورځ (مارچ ٢٥) وویل واشنگتن ته خپل سفر لنډوي او بیرته اسراییلو ته ستنیږي چیرې د اسرائیلي چارواکو په وینا نن سهار د دوی په تجارتي پایتخت تلابیب کې یوه راکټي برید اووه کسان ټپيان کړي.

بینامین نتنیاهو ولسمشر ترمپ سره تر ملاقات مخکې وویل "دا د اسراییل په خاورې باندې یو ظالمانه برید دی او زه به یې په کلک ځواب ورکړم. د دغې پیښې له امله ما پریکړه وکړه چې امریکا ته خپل سفر لنډ کړي. په څو ساعتونو کې به ولسمشر ترمپ سره ملاقات وکړم او سمدستی به بیرته اسراییل ته ولاړ شم چې اقدام وکړو."

بینیامین نتنیاهو امریکا ته د اسراییلو په پلوي په یوې غونډې کې د گډون لپاره په دري ورځني سفر راغلی و.

د اسرائیل پوځ ویلي چې راکټ له غزې توغول شوی و او په شارون سیمه کې په یوه کور لګېدلی.

اسرائيلي چارواکو ويلي چې د غزې تړانګې له لوري د دوشنبې په ورځ د اوږده واټن ويشتونکي توغندي په مرکزي اسرائيل کې د استوګنې کورونه هدف ګرځولي.

د روغتيايي خدماتو د مامورینو په وینا، اووه کسان ټپيان شوي چې په‌کې یو کوچنی ماشوم، یو درې کلن هلک، ۱۲ کلنه نجلۍ او یوه ۶۰ کلنه ښځه شامل دي.

رسنیو د اسرائیلي چارواکو په حواله ویلي چې په پېښه کې د یوه ۵۹ کلن سړي او یوې ۳۰ کلنې ښځې وضعیت د اندیښنې وړ دی. چا تر اوسه د دې برید مسؤلیت نه دی اخیستی. خو د اسراییل پوځ ویلي چې راکتونه د حماس د سختدریځې ډلې تر ولگې لاندې له سیمې، غزې څخه ویشتل شوي دي.

د راپور له مخې، په غزه کې فلسطينیان د اسرائيل غبرګون ته چمتووالی نيسي او اسرائيل د فلسطین ادارې ته ویلي چې له غزې سره پر پوله ټولې دروازې او د سمندر لارې هم وتړيد اسراییل د معارف وزیر نفتلي بینیت ویلي چې اسراییل به په ځواب کې اړین اقدامات وکړي.

نفتلي بینیت زیاته کړه"نن سهار حماس د اسراییل په خاورې پارونکی برید کړی. د اسراییل په زړه کې په یوه کور باندې برید کړی. دا د منلو ندی. اسراییل به یې ځواب ورکړي"

نتنیاهو په داسې وخت کې واشنگتن ته سفر کړی و چې د اسرائیلو ټاکنو ته دوه اوونۍ وخت پاتې دی.

تر څنگ یې د نتانیاهو دا سفر وروسته له هغه پلان شو چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د گولان په لوړو د اسرائیل د حاکمیت د رسمي پېژندنې خبره وکړه.

XS
SM
MD
LG