د لاس رسي وړ اتصالات

په لومړي ځل د انسان په مغزو کې کمپیوټري چیپ ځای پر ځای شو


دا وسیله له هغو کسانو سره مرسته کوي چې په دواړو لاسونو او پښو شل دي، ترڅو وکولای شي د خپل فکر له لارې روباټیک لاسونه او پښې کنترول کړي. (عکس:‌ ارشیف)
دا وسیله له هغو کسانو سره مرسته کوي چې په دواړو لاسونو او پښو شل دي، ترڅو وکولای شي د خپل فکر له لارې روباټیک لاسونه او پښې کنترول کړي. (عکس:‌ ارشیف)

امریکايي میلیاردر ایلن مسک وايي، شرکت یې توانیدلی چې په لومړي ځل د یو ناروغ سړي په مغزو کې کمپیوټري چیپ ځای پر ځای کړي، او نتیجه یې مثبته ده.

مسک پر خپلې ایکس شبکې (ټویټر) په یو پوسټ کې وویل: "په لومړنیو پایلو کې د نیورون خوځښت په ګوته شوی دی."

د امریکا د خوړو او درملو ادارې د مسک شرکت نیورالینک ته تېر کال اجازه ورکړه چې د انسان په مغزو کې د کمپیوټري چیپ د ایښودلو ازموینه ترسره کړي.

مسک په یو جلا پوسټ کې ویلي چې د نیورالینک له خوا جوړه شوې دغه وسیله "ټیليپاتي" نومول شوې ده.

د نیورالینک ټکنالوژي د انسان په مغزو کې ددې وسیلې د ایښودلو له لارې کار کوي. دا وسیله د پنځو سر په سر ایښودل شویو سکو په اندازه ده او د جراحۍ عملیاتو له لارې په مغزو کې ځای په ځای کیږي.

ددې شرکت د وبسایټ د معلوماتو له مخې، دا وسیله د هغو ناروغانو سره مرسته کوي چې په دواړو لاسونو او پښو شل دي، ترڅو وکولای شي د خپل فکر له لارې روباټیک لاسونه او پښې کنترول کړي.

نیورالینک خپلې لومړنۍ ازموینې په تیر سپتمبر کې پیل کړې او وايي، د مغزو کمپیوټر د کار او جراحۍ د مسئونیت په برخه کې یې پلټنې دوام لري.

د کالیفورنیا په ایالت کې دا شرکت ۴۰۰ کارکوونکي لري او په دې برخه کې یې شاوخوا ۳۶۳ میلیونه ډالر پانګه راټوله کړې ده.

نیورالینک یوازنی شرکت نه دی چې د انسان له مغزو سره د کمپیوټر د نښلولو په برخه کې څېړنې کوي.

د مسک په اړه ویل کیږي چې غواړي د استرالیايي شرکت سنکرون سره ګډ کار وکړي. سنکرون هم د انسان له مغزو سره د کمپیوټر د نښلولو په برخه کې څېړنې کوي.

خو د نیورالینک د مغزو دننه د چیپ د ځای پر ځای کولو د طریقې برعکس، د سنکرون له خوا جوړه شوې وسیله د انسان د سر جراحۍ ته اړتیا نلري.

سنکرون خپل د مغزو لومړنی کمپیوټر د ۲۰۲۲ په جولای کې د یو امریکايي ناروغ له بدن سره ونښلوه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG