د لاس رسي وړ اتصالات

نیوزلنډ افغانستان نه د پوځي روزونکو د ویستلو پرېکړه وځنډوله


د افغانستان په جنګ کې د نیوزلنډ شاوخوا ۱۱ سرتېري وژل شوي دي
د افغانستان په جنګ کې د نیوزلنډ شاوخوا ۱۱ سرتېري وژل شوي دي

د نیوزلنډ حکومت په افغانستان کې د خپلو پوځي روزونکو د ماموریت موده درې میاشتې نوره هم وغځوله.

چارواکي وایي ښايي د ۲۰۱۸ کال د سپتمبر په میاشت کې افغانستان کې د خپلو دغو پوځي مشاورانو د پاتې کېدو او نه پاتې کېدو په اړه پرېکړه وکړي.

د نیوزلند لومړۍ وزیرې جسندرا اردیرن د دوشنبې په ورځ (جون۱۱) د کابینې له غونډې وروسته دا اعلان وکړ.

هغې وویل چې د درې میاشتې مودې په غځېدو سره به حکومت ته نور هم وخت ورکړل شي چې د افغانستان د ماموریت او په دغه ماموریت پورې تړلیو نورو اړوندو مسایلو باندې غور او پرېکړه وکړي.

نیوزلند له ۲۰۰۱ راهېسې د ناټو په چوکاټ کې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې دخیل دی او له دغې مودې راهېسې یې شاوخوا ۳۵۰۰ سرتېري افغانستان ته استولي دي چې په ماموریت کې برخه واخلي.

د نیوزلنډ "پرونیوزروم" ویپاڼه وايي دا مهال یوازې ۱۱ نیوزلنډي روزنکي په افغانستان کې دیره دي چې افغان ځواکونه روزي او سلا مشورې ورکوي.

د نیوزلنډ سرتېري تر ډېره د بامیان په ولایت کې دیره وو. د افغانستان په جنګ کې لږ ترلږه د نیوزلنډ ۱۱ سرتېري وژل شوي دي. دا مهال د افغانستان عملیاتي چارې افغان ځواکونه مخ ته وړي خو بهرني ځواکونه ورته سلا مشورې ورکوي.

په ۲۰۱۴ کال کې د عملیاتو مشري افغان ځواکونو واخیسته.

XS
SM
MD
LG