د لاس رسي وړ اتصالات

د نیوزیلنډ حکومت”په انټرنټ کې د ترورزیم پر ضد“ هڅې پیل کړي


د نیوزيلنډ صدراعظمه جسیندا اردرن د افراطيت، تاوتریخوالي او ترورزیم پر ضد د یوې طرحې په جوړولو کې د پرمختګ خبر ورکړی.

میرمن اردرن وئیلي چې په همدغې موضوع باندې د لا ډیر بحث لپاره به په راتلونکې میاشت کې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون سره د یوې ګډې غونډي کوربتوب وکړي.

هغې وویل چې په دغې غونډه کې به د فرانسې د ولسمشر سربیره د نړۍ له بیلابیلو مشرانو او انترنیتي شرکتونو مدیرانو څخه په دې هکله مرسته وغواړي.

میرمن اردرن وایي چې دا طرحه لا بشپړه شوې نه ده خو د معرفي کیدو په صورت کې به یې نوم”د کرایسټ چرچ غوښتنه“ وي چې دغه نوم د نیوزیلنډ د کرایسټ چرچ ښار په جوماتونو باندې د مرګونې حملې یاد تازه کوي.

د نیوزیلنډ صدراعظمې وئیلي چې په دې وروستیو کې یې د ټکنالوژۍ شرکتونو لکه فیسبوک، ټویټر، مایکروسافټ او ګوګل سره په دې اړه خبرې کړي تر څو په مجازي نړۍ کې د دغو ترورسیتي افکارو مخې نیولو لپاره یوې اجماع ته ورسیږي.

هغې وویل ”دا د بیان د آزادۍ خبره نه ده. دا برنامه به په ډیر مشخص ډول په انټرنټ کې ترورستي افکارو د خپریدو مخنیوي باندې تمرکز کوي.“

د نیوزيلنډ د کرایسټ چرچ ښار په دواړو جوماتونو باندې د حملو متهم کس د دغو حملو ټول جریان د فیسبوک له لارې په ژوندۍ بڼه خپور کړی و چې په ډيرې لږې مودې کې د ټولنیزو رسنیو له لارې په ټولې نړۍ کې لاس په لاس شوی و.

د پیښې څو ساعته وروسته د ټکنالوژۍ ګڼو شرکتونو دغه ویډیوګانې لرې کړې وې خو د نیوزيلنډ حکومت غواړي چې دغه شرکتونه په راتلونکي کې د دغه شان پیښو د مخنیوي لپاره په یوې ګډې لایحې سره هوکړه وکړي.

XS
SM
MD
LG